د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ نړیوال شل اوریز جام بل پړاو ته له تللو پاتې شو


د امریکا او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
د امریکا او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه شوه

د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د جمعې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) د امریکا او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه شوه چې په نتیجه کې یې امریکا د جام د اتو غوره ټیمونو پړاو (سوپر۸) ته ووته او پاکستان له وړاندې تګ څخه پاتې شو.

په فلوریډا ایالت کې د نننۍ لوبې د لغوه کېدو وروسته متحده ایالاتو او ایرلنډ ته یو - یو پواینټ ورکړل شوی دی. متحده ایالاتو له وړاندې د دوو لوبو د ګټلو په نتیجه کې څلور پواینټونه لرل او له پنځو پواینټونو سره د جام دوهم پړاو ته رسیدلی دی.

د متحده ایالاتو او پاکستان تر څنګ په الف ګروپ کې هند، کاناډا، او ایرلنډ ځای لري.

له دې ګروپ څخه هند د خپلو لومړنیو دریو لوبو د ګټلو په نتیجه کې شپږ پواینټونه لري او د جام بل پړاو ته وتلی دی.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې ۲۰ ټیمونه په څلورو ګروپونو کې لوبه کوي او له هر ګروپ څخه یوازې دوه ترټولو غوره ټیمونه د سوپر۸ پړاو ته بریالي کیږي.

افغانستان د پنجشنبې په شپه پاپوانیوګیني ته له ماتې ورکولو وروسته سوپر۸ پړاو ته ووت. افغانستان تراوسه په روان جام کې درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

له سي ګروپ څخه د افغانستان ترڅنګ ویسټ انډیز تردې دمه خپلې ټولې لوبې ګټلي او د جام دوهم پړاو ته وتلی دی.

افغانستان د لومړي پړاو خپله وروستۍ لوبه دوشنبه له کوربه ویسټ انډیز سره لري او د پنجشنبې په ورخ (جون ۲۰) په سوپر۸ پړاو کې له هند سره مخامخ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG