د لاس رسي وړ اتصالات

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د اوه میلیارد ډالره پور ورکولو سره توافق وکړ


د پیسو نړیوال صندوق
د پیسو نړیوال صندوق

د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ جولای ۱۲‌(سرطان ۲۲) وویل چې د درېیو کالونو لپاره یې پاکستان ته د اوه میلیارد ډالره پور له ورکولو سره توافق کړی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق د اعلامیې په اساس د نوي پروګرام له مخې چې باید د دغه صندوق د اجرائیوي هیات له خوا تائید شي پاکستان ته دا فرصت برابروي ترڅو خپل اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.

پاکستان شاوخوا درې میاشتې مخکې د درې میلیارد ډالرو د لنډمهالي پور د ترلاسه کولو بهیر بشپړ کړ ترڅو په دغو نقدو پیسو خپل بهرني بیلونه تادیه کړي.

خو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ټینګار وکړ چې هېواد یې نوي اوږدمهالي پور ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د اساسي مالي اصلاحاتو نشتوالی، د پیسو په زیرمو کې کموالی، د پاکستانۍ کلدارو په ارزښت کې بې‌ساری ټیټوالی،‌ دوامداره سیاسي بې‌ثباتي،‌ د کوید ۱۹ وبا، د اوکراین د جګړې اغیزې او دغه راز په ۲۰۲۲ کې ویجاړوونکي سیلابونه د دې لامل شوي چې د پاکستان اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

د بهرنیو اسعارو په زیرمو کې له کموالي وروسته پاکستان د پورونو له بحران سره مخ شو او له همدې امله یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې پور ترلاسه کړ.

پاکستان د تیر کال په دوبي کې له ډيرو سختیو وروسته وشول کول چې د نقدو پیسو د کموالي له ستونزې څخه راووځي او خپل بهرني بیلونه تادیه کړي. همداشان د دغه هېواد د ۳۵۰ میلیارد ډالرو اقتصاد وروسته له هغې بېرته خپل ثبات ترلاسه کړ چې پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو پور منظور کړ.

په دې اقدام سره په پاکستان کې د تیر کال له مې څخه د روان کال تر اپریل پورې له ۳۸ سلنې څخه ۱۷ سلنې ته د پاړسوب د کچې د راټيټولو لامل شو.

په اوس وخت کې د پاکستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي‌ د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او نړیوال بانک په اپریل میاشت کې وویل د دې ویره شته چې ۱۰ میلیونه نور پاکستانیان هم په دې شمېر کې ورزیات شي.

اسلام‌اباد همداشان په پام کې لري چې د پیسو د نړیوال صندوق د غوښتنې په اساس ۱.۵ سلنه خپل مالي کسر راټیټ کړي او په راتلونکي کال کې دغه کچه ۵.۹ سلنې ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG