د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني جمعه مارچ ۱۴ ( کب ۲۴) پدې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو لوړ پوړي غړي وژل کیدو خبر ورکړی.
ښاغلي سوداني په یوې اعلامیې کې چې په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ویلي چې د دې هیواد لپاره د داعش د " خلیفه مرستیال، عبد الله مكي مصلح الرفاعي"وژل شوی.
په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د داعش دا لوړ پوړی چاراکی څه وخت او چیرته وژل شوی خو دومره ویل شوي چې د عراق امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی چې متحده ایالاتو یې ملاتړ کړی خو دا جزیات یې ندي ورکړي چې امریکا پدې برخې کې څه ډول نقش درلود.
د عراق صدراعظم په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې هیواد د استخباراتي خدماتو ځواکونو په "کامیابو عملیاتو" کې الرفاعي وژل شوی.
السوداني د داعش دې لوړ پوړي غړي وژل کیدل د خپل هیواد لپاره " مهمه امنیتي لاسته راوړنه" بللې.
په عین حال کې د عراق د ځانګړو عملیاتو ځواکونو د اکس په شبکې کې په یوې لیکنې کې ویلي چې الرفاعي د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د عراق د انبار په دښتې کې په هوایي برید کې وژل شوی خو دا یې ندي ویلي چې هوایي برید دوي که امریکایي ځواکونو کړی.
عراقي چارواکو همدرانګه ویلي چې د انبار په سیمې کې د هوایي برید څخه وروسته په تصفیوي عملیاتو کې د داعش اووه غړي نیول شوي چې دوه پکې میرمنې دي. چارواکو د عراق په شمال کې د اربیل په سیمې کې پنځه نور کسان هم نیولي او ویلي چې دا کسان یې د انبار په دښتې کې د هوایي برید څخه وروسته د تر لاسه شویو شواهدو پر اساس کړیدي.
عراقي چارواکو ویلي الرفاعي چې په ابو خدیجه هم مشهور و د عراق او سوریې لپاره د اسلامي دولت یا داعش ډلې لوړ پوړی چارواکی و او له دې دوو هیوادونو د باندې یې هم د داعش ډلې په عملیاتو کې مهم نقش درلود.
د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور چې د غړیو هیوادونو د استخباراتي ادارو معلوماتو پر اساس ترتیب شوی، پکې ویل شوي چې الرفاعي په ټول عراق، سوریې، ترکیې او د منځني ختیځ نورو هیوادونو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عملیاتو مسؤل و.
د ملګرو ملتونو په یو بل راپور کې بیا راغلي چې د الرفاعي د داعش د کمیټې غړی و او د دې ډلې اجرائیوي چارې یې څارلې.
امریکایي چارواکو لا تر دې دمه د عراق دې ادعاوو په هکله څه ندي ویلي.
سره لدې چې په عراق او سوریه کې د داعش ډله ماته شوې خو لا هم ګڼ شمیر استخباراتي معلومات ښیي چې لا هم دا ډله پدې دواړو هیوادونو کې د ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې غړي لري چې په لیرې پرتو سیمو او دښتو کې پراته دي.
د امریکا پوځ د تیرې کال جولای په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې ښایي د داعش ډله یو ځل بیا پدې سیمې کې سر راپورته کاندي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې د تیر کال په پرتله به په عراق او سوریه کې بریدونه دوه چنده ډیر شي.
امریکایي ځواکونو په سوریه او عراق کې پدې تیرو څو میاشتو کې د داعش په اهدافو هوایي بریدونه کړي خو ددې عملیاتو سر بیره، د ملګرو ملتونو استخباراتي معلومات ښیي چې داعش په سوریه کې د اسد رژیم له ړنګیدو او سیاسي ګډوډۍ څخه ګټه اخلي.
فورم \ دبحث خونه