د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ واشنګټن ته د عمران خان د سفر نیټه اعلان کړه


تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عمران خان دسفر په اړه معلومات نلري
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عمران خان دسفر په اړه معلومات نلري

سپينه ماڼۍ وايي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به په را روانو دوو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي.

​د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې ولسمشر ټرمپ به د جولاۍ په ۲۲ نیټه په سپينې ماڼۍ کې عمران خان ته ښه راغلاست وايي. د دغه سفر هدف دواړو هېوادونو د اړیکو غښتلي کول او ښه کول ښودل شوي دي چې په سیمه کې سوله او ثبات ټېنګ شي.

اعلامیه وایي چې ولسمشر ټرمپ او صدراعظم عمران خان به د ترهګرۍ سره پر مبارزې، انرژۍ، سوداګرۍ، تجارت او دفاعي چارو باندې بحث او خبرې وکړې.پر دغو مسایلو د بحثونو هدف په جنوبي اسیا کې د سولې لپاره د شرایطو برابرول ښودل شوي دي.

دا به واشنګټن ته د ولسمشر ټرمپ په دوره کې د پاکستان د صدراعظم لومړنی رسمي سفر وي. تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عمران خان د سفر په اړه معلومات نلري.

د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې په دې وروستیو کې ښه نه وې، ولسمشر ټرمپ پاکستان د ترهګرو په پاللو او روزلو تورنوي. هغه پاکستان ته ویلي که د اورپکو ډلو پر ضد قوي اقدامات ونکړي، ښايي مالي مرسته ورباندې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG