د لاس رسي وړ اتصالات

پارلماني کمیټه پر عمران خان د عایشه ګلالۍ تورونه پلټي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند د عایشه گلالۍ له خوا لگول شوي تورونه ردوي او وایي ددې قیضې تر شا د مسلم ليګ نواز ګوند لاس دی
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د عایشه گلالۍ له خوا لگول شوي تورونه ردوي او وایي ددې قیضې تر شا د مسلم ليګ نواز ګوند لاس دی

د پاکستان د تحريک انصاف د پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ له لورې ددې گوند پر مشر عمران خان باندې د لگول شویو اخلاقي تورونو د پلټنو لپاره یوه پارلماني کميټه جوړیږي چې دغه کمیټه به په يوه مياشت کې خپلې پلټنې بشپړوي.

د پارلماني کميټې د جوړولو وړاندیز د پاکستان نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي کړی او ويلي یې دي چې پارلمان د يو غړي لخواه په بل غړي باندې تورونه لګول شوي او ددې لانجې د حل لپاره پارلماني پلټنې پکار دي.

ښاغلي عباسي ویلي چې دغه کمیټه به د تړولو دروازو تر شا تحقيقات کوي او په چا چې تور لګول شوی هغه ته به هم موقع ورکوي چې خپل دريځ وړاندې کړي.

د پاکستان صدراعظم ويلي که چېرې د عایشه ګلالۍ د ساتنې لپاره امنیتي ساتونکي پکار وي، نو د اسلام آباد پوليسو مشر ته دې ووایي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف گوند غړي فواد چودهري اعلان کړی چې عمران خان به هرې هغې کميټۍ ته د پلټنو لپاره وړاندي کيږي چي سم تحقيقات کوي.

له دې دمخه د پاکستان په پارلمان کې د تحريک انصاف غړې شيرين مزاري ویلي وو چې عمران خان به يوې کميټۍ ته هم حاضر نشي.

د روان اګست په لومړۍ نيټه د پاکستان د تحريک انصاف گوند غړې عایشه ګلالې د ګوند نه د وتلو اعلان وکړ او تور يې ولگاوه چې د عمران خان او د هغه د نژدې ملګرو له وجې په ګوند کې د ښځو عزتونه محفوظ نه دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دغه تورونه ردوي او وايي د دې قیضې شا ته د مسلم ليګ نواز ګوند لاس دی.

وروستی خبر وایي چې عايشه ګلالۍ نن د جمعې په ورځ د خپل د امنیت د ساتلو لپاره د امنیتی کسانو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د تحریک انصاف گوند نه د وتلو وروسته ورته گواښونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG