د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف: د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي بریدونه د منلو نه دي


پاکستاني رسنیو ویلي چې صدراعشم شهباز شریف د تحریک طالبان پاکستان ډلې له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په اړه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې صدراعشم شهباز شریف د تحریک طالبان پاکستان ډلې له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په اړه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد صدراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۲۴( زمري درېیم) د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په دغه هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د وسله والو بریدونه چې د افغانستان خاوره کاروي ورته د "منلو" نه دي.

صدراعظم شهباز شریف چې د کابینې د غونډې مشري یې کوله د خبیرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د تروریستي بریدونو کې د زیاتوالي ته په اشارې وویل چې په دې بریدونه د پوځ منسوبین، پولیس او ملکي وګړي وژل کیږي. هغه د تروریستي بریدونو د څپې په زیاتیدو کې د افغانستان د رول په اړه وویل چې حکومت یې د طالبانو سره په تماس کې دی او د دفاع وزیر خواجه صف هم له دغه هیواد ته سفر کړی وو.

د پاکستان صدراعظم د کابینې غونډې ته ویلي:" مګر څنګه دا ممکنه ده، مونږ پرته د کوم شکایت څخه د هغوی د زرګونو وګړو کوربتوب کوو؟ مونږ هغوی سره د لکه زمونږ د ورونو په توکه چلند کوو او هیڅکله مو هغوی [ خپلو اوږو] پیټی نه دی ګڼلی. خو مونږ ته زمونږ پر اوسیدونکو باندې او د هیواد په سوله ییز ژوند او کاروبار باندې د ټي ټي پي په بڼه کې انعام راکړل شو دا هیڅ د منلو نه دی.

صدراعظم شهباز شریف وویل چې پاکستان هر ډول حالت سره مخ کیدو ته چمتو دی، لکه چې ددغه هیواد زړور پوځ د هیواد د حافظت او ساتنې لپاره خپل ځانونه قربان کړي دي. هغه وویل پاکستان د خپلو اوسیدونکو څخه ساتنې ته چمتو دی.

په پاکستاني ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو باندې په دې وروستیو اونیو کې د وسله والومخالفانو د بریدونو د زیاتیدو وروسته دمخه ددغه هیواد نورو لوړ پوړو چارواکو هم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د بریدونو او په دغو بریدونو کې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې کړې وې او د طالبانو له حکومت یې ددغې ډلې د وسله والو پرخلاف د کوټلو اقداماتو ترسره کیدو غوښتنې کړې وې.

د تیرې اونۍ په سر کې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت بنو په سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر یوې پوځي اډې برید وکړچې د پاکستان د پوځ په وینا اته پاکستاني پوځیان او لس وسله وال بریدګر په کې ووژل شو..

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی دی، چې د پاکستان د پوځ په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلانوي."

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳( زمري دوېیم) په اسلام اباد کې د سیمه ییزو څیړنو د انستیتوت په نوښت د افغانستان او پاکستان د اړیکو، ګواښونواو فرصتونو په اړه یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډله د خپل هیواد لپاره د یوې سرې کرښې په توګه یاده کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونو د پاکستان سربیره د افغانستان نور ګاونډي هم اندیښمن کړي دي.

هغه وویل:" تروریزم چې له افغانستان څخه منشا اخلي نه یوازې د پاکستان لپاره اندیښنه ده، بلکې د نورو ګاونډیانو لکه چین، ایران، تاجیکستان او اوزبیکستان لپاره هم د اندیښنې مسله ده".

هغه هیله وښوده چې د طالبانو حکومت به ددغې ډلې پر خلاف اقدامات ترسره کړي. د طالبانو حکومت د پاکستان د صدراعظم دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون ددغه حکومت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په پرله پسې ډول په پاکستان کې پرامنیتي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو په تړاو د اسلم اباد ادعاوې ردې کړي دي.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په دې وروستیو کې په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یې ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ۱۲۴ نور یې سخت دریځه وسله وال دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پېښو ۸۷ فیصده او ۹۲ فیصده مرګ ژوبله د پاکستان په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ویلي چې د روان۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې د دوی زیاتره بریدونه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG