د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي، هند د «کرتارپور» لارې دوهم پړاو مذاکرات لغوه کړي


پاکستاني چارواکي‌ وايي، هند د کرتارپور سرحدي لارې په اړه دوهم پړاو مذاکرات لغوه کړي دي.

دواړو هېوادونو د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې موافقه کړې وه چې د کرتارپور سرحدي لارې په اړه به په اپرېل میاشت کې دوهم پړاو مذاکرات کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل نن جمعه له خبریالانو سره خبرو کې د هند لخوا د یادې غونډې پر لغوه کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

فیصل پر خپل ټویټر پاڼه هم په دې اړه لیکلي:

د دواړو هېوادونو ترمنځ د «کرتارپور» سرحدي لارې په اړه لومړی پړاو مذاکرات د هند په خاوره کې د «اتاري» په نوم سرحدي سیمه کې تر سره شول.

د راپورونو له‌مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د کرتارپور سرحدي لارې د ترحې په اړه د نوي ډهلي د مخکنیو وړاندیزونو په اړه خپل نظر شریک کړي.

د دغه راپور له‌مخې هند ویلي، چې د پاکستان لخوا د ځواب تر لاسه کولو وروسته به د یادې ناستې د نېټې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ «کرتاپور» سرحدي لار په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان، د دغه هېواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه او هندي چارواکو لخوا پرانیستل شوه.

کرتارپور چې د پاکستان په ختیځ کې له هند سره پر پوله د پاکستان په خاوره کې لري د سیکانو له مقدسو ځایونو څخه ګڼل کېږي.

تر دې مخکې هندي چارواکو له پاکستان څخه غوښتي و، د دې لپاره چې د پولې هغه غاړې ته د هند سیک اتباع هم د کرتارپور معبد ته لاس رسی ولري دواړو هېوادونو د دې کار لپاره د یوې ځانګړې لارې پر رامنځته کولو موافقه وکړه.

د کرتارپور د لارې پرانیستل د سيک مذهب پلویانو ته د خپلو مقدسو ځایونو چې د هند د وېش په وخت کې په پاکستان کې پاتې شوي، د تګ راتګ اسانتيا پيدا کوي.

سیک مذهبي د کرتارپور د لارې پرانیستل خپله خوش بختي یادوي ځکه چې د پاکستاني پنجاب په ناروال سیمه کې جوړه شوې د کرتارپور کې يې تر ټولو مقدس مذهبي ځای دی.

XS
SM
MD
LG