د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم د عدم اعتماد له سختې رای ګیرۍ سره مخ دی


د پاکستان صدراعظم عمران خان نن شنبه اپریل ۹ (وري ۲۰ ) د عدم اعتماد له یوې سختي رای ګیري سره چې سیاسي مخالفانو یې وړاندېز کړی مخ دی.

د عمران خان سیاسي مخالفین وایي هغوی د ښاغلي خان د ماتې لپاره کافي رایي په اختیار کې لري.

یو ترکیبي اپوزیسیون چې له کیڼ اړخو څخه نیولې بیا سخت دریځي مذهبیان هم پکې دي وایي چې د عمران خان د لیرې کیدو لپاره په پارلمان کې له ۳۴۲ چوکیو څخه ۱۷۲ اړیني رایې لري.

عمران خان د رای ګیری په درشل کې د هغه هیواد په ملي ټلویزیون کې په راڅرګندیدو له خپلو پلویانو وغوښتل چې د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي. اسوشیټد پرس لیکلي عمران خان وړاندوینه کوي‌ او باور لري چې د عدم اعتماد رایي سره به مخ شي.

د پاکستان سترې محکمې چې پنځه غړي لري د پنجشنبې په ورځ په واک کې د عمران خان د پاتې کیدو مخه ونیوله او ویې ویل چې د پارلمان د لغوه کیدو او له وخت څخه د مخکې ټاکنو په اړه د هغه پریکړه ناقانونه وه.

د سترې محکمې د پنجشنبې ورځې پریکړې د عدم اعتماد رایی ګیري لپاره زمینه مساعده کړه، او ښایي د خان پر ضد تمامه شي ځکه د حاکم ګوند څو غړي او یو وړوکی خو مهم متحد ورڅخه جلا شول او ښايي پر ضد یې ودریږي.

د شنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې له یوه لنډ بحث وروسته، مخالف سیاسي مشر شهباز شریف د نور ځنډ په اړه خبرداری ورکړی.

اسوشیټډ پرس لیکلي که عمران خان د عدم اعتماد رایه واخلي شهباز شریف ښايي د هغه ځای ناستی شي.

د صدراعظم عمران خان سیاسي مخالفانو تیره میاشت د هغه په وړاندې د عدم اعتماد د رای ګیري وړاندیز وکړ او هغه یې په غلط اقتصادي مدیریت چې له امله یې قیمتونه او د سود نرخ لوړ شوی تورن کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر حاکم ګوند د لګیدلو تورونو په اړه د څیړنو غوښتنه کړېده، هغه دا د سیاسي مخالفانو او امریکا له خوا د ښاغلي‌ خان د لیرې کیدو هڅه بللې ده.

خو واشنګټن نه یوازې دا چې د عدم اعتماد په رای ګیرۍ کې خپل لاس لرل ردوي بلکې د عمران خان ادعا هم بې اساسه بولي

د دغه مطلب په لیکلو کې د اسوشیټد پرس له راپور څخه ګټه اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG