د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې اسلام ته په سپکاوي تورنه مسیحۍ وبخښله


اسیه بي بي
اسیه بي بي

د پاکستان سترې محکمې د اسیه بي بي په هکله د بیا پلټنو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د محکمې له لورې د هغې د خوشې کیدو پریکړه سمه ده.

اسیه بي بي چې عیسوي مذهبه ده په ٢٠١٠ کال کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوی وه.

د پاکستان سترې محکمې د ٢٠١٨ کال په اکتوبر کې اسیه بي بي ته برائت ورکړ او د هغې د خوشې کولو حکوم یې وکړ. د سترې محکمې دغه حکم د پاکستان په مذهبي ټولنه کې د سخت دریځو اعتراضونه وپارول.

د پاکستان حکومت ددغو فشارونو په نتیجه کې موافقه وکړه چې د پاکستان د سترې محکمې نه به وغواړي چې د اسیه بي بي قضیه بیا وڅیړل شي.

خو د پاکستان قاضي القضات اصف سید کهوسه، نن د سه شنبې په ورځ (جنورۍ ٢٩) د اسیه بي بي د قضیې د بیا څیړلو د غوښتنې په رد کولو سره وویل چې د هغې د خوشې کولو د حکم په اړوند هیڅ ډول سهوه نده شوې.

ښاغلي کهوسه وویل چې ددې هیواد ستره محکمه نشي کولای د "درواغجنو شواهدو" په بنسټ یو کس اعدام کړي.

د پاکستان قاضي القضات ددغې پریکړې د اعلانولو پر وخت وویل د اسلام ستر پیغمبر ویلي چې د اسلامي ټولنې ښکلا پدې کې ده چې د لږکیو حقونه وساتل شي.

پاکستان کې مذهب ته سپکاوی جرم گڼل کیږي او سزا یې اعدام دی، خو د بشري حقونو سازمانونه وایي ددغه قانون څخه اکثر د شخصي غچ اخیستنې په مقصد ناوړه استفاده کیږي.

XS
SM
MD
LG