د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیې کورنۍ امریکا او اروپایي ملکونو ته د پناه خواست کړی


اسیه بي بي
اسیه بي بي

په پاکستان کې دین ته د سپکاوې په تور په قضیې کې د خوشې شوې آسیې بي بي کورنۍ وایي چې د امنیتي ستونزو له کبله په پاکستان کې نور نشي اوسیدلی.

د آسیې بي بي میړه عاشق مسیح په ټولنیزو رسنیو یو پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ځینې اروپایي هیوادونو د مشرانو نه خواست کړیدی چې د هغه کورنۍ ته سیاسي پناه ورکړي

​ عاشق مسیح امریکاغږ ته وویل چې هغه او کورنۍ یې اوس په پاکستان کې ژوند نه شي کولی او د هسپانیې او فرانسې حکومتونو ته یې د سیاسي پناه خواست استولی دی.

ښاغلي عاشق مسیح زیاته کړه " زمونږ ماشومانو چې لمړی د خپلې مور د ازادیدو خبر واوریدو نه ډیر خوشحاله و خو په پاکستان کې په تیرو دریو ورځو کې چې کوم ډول مظاهرې وشوی، هغې زما کورنۍ ویرولې ده."

په پاکستان کې د آسیې د ازادیدو له کبله چې کومې مظاهرې پیل شوې وي، د حکومت او د مظاهرو د تنظیمونکي ترمنځ د یوې موافقې وروسته ارامه شویدي. خو د ځینو کارپوهانو په وینا د حکومت او د احتجاج کونکو ترمنځ د موافقې په ټکو کې یوه یې دا هم ده چې اسیه بي بي به د پاکستان نه د باندې نه ووځي ترڅو د هغې ضد قضیې ته بیا نظر کتنه وشي.

عاشق مسیح وویل چې د هغه د کورنۍ لپاره په پاکستان کې اوسیدل ناممکن دي او غواړي چې په یو محفوظ ځاې کې ژوند وکړي.

ځینې رپورټونه وایي چې یو اورپایي هیواد د اسیې کورنۍ ته د پناه ورکولو لپاره گامونه پورته کړیدي خو هغوي ته د پیښو خطراتو له کبله د دغه ملک نوم نه څرگندوي.

د یادونې وړ ده چې اسیې بي بي مدافع وکیل هم د مظاهرو نه وروسته ویلي و چې پاکستان پریږدي ځکه اوس د هغه ژوند ته هم خطر راپیښ دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG