د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: "ترهگر" په ایران کې کمپونه لري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي هغو ترهگرو چې په بلوچستان کې یې ١۴ پاکستاني امنیتي سرتیري وژلي، له ایران نه راغلي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هیواد یې داسې شواهد لري هغه "ترهگرو ډلو" چې دغه برید یې کړی "د پاکستان سره په پوله په ایران کې دننه روزنیر او لوجستیکي کمپونه لري".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان د ایران دولت ته یو لیک استولی او ددغو وسله والو ډلو پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي "په ایران کې د میشتو تروریستي ډلو له خوا د ١۴ بیگناه پاکستانيانو وژنه یوه ډیره جدي پیښه ده او پاکستان پرې جدي اعتراض لري."

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان سبا (یکشنبه) ایران ته رسمي سفر وکړي.

تیره اونۍ شاوخوا ٢٠ تنو چې د سرحدي قواو یونفورم یې اغوستی و د پاکستاني امنیتي چارواکي او سرتیرو له وژلو دمخه یې د بلوچستان ایالت نه کراچۍ ته تلونکي موټرې درولې.

په وژل شویو پاکستاني پوځیانو کې لس تنه یې د سمندري قواو منسوبین او درې تنه یې د هوایي پوځ وو او همداشان یو یې سرحدي ساتونکی و.

د پاکستان او ایران د بلوچستان ایالتونو کې چې اوږده سرحدي پوله لري یو شمیر فعالې وسله والې ډلې له دواړو هیوادونو نه ددې سیمې خپلواکي غواړي.

د بلوچ جلاغوښتونکو سربیره د رپوټونو له مخې یو شمیر سخت دریځه اسلامي ډلې هم پدغه سیمه کې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG