د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: تاجیکستان سره مو اړیکې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره نه دي


په دې وروستیو کې د پاکستان او تاجیکستان د مشرانو او لوړپوړو چارواکو ترمنځ لیده کاته زیات شوي دي. (عکس ارشیف).
په دې وروستیو کې د پاکستان او تاجیکستان د مشرانو او لوړپوړو چارواکو ترمنځ لیده کاته زیات شوي دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد او تاجیکستان ترمنځ د لوړو پوړو چارواکو لیدو کتنو وروسته د دواړو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو لپاره د هڅو په تړاو په پاکستاني رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه بې اساسه بللي دي.

ددغه وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) اسلام اباد کې د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په دې وروستیو کې د پاکستان او تاجیکستاني چآرواکو په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو د امنیتي چارواکو ترمنځ د افغانستان د بې ثباته کولو په هدف لیده کاته زیات شوي وویل چې دا ډول انګیرنې سمې نه دي.

شفقت علي خان چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پخوانې ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرځای ټاکل شوی وویل: "مونږ د تاجیکستان سره اوږدې اړیکې لرو او ددغو اړیکو په ترڅ کې د حکومتونو ترمنځ په عادي بڼه د سلامشورو لپاره لیدنې ترسره کیږي. زه غواړم چې د بې ثباتې لپاره [افغانستان] د پاکستان او تاجیکستان د کار په اړه هر ډول خپرې شوې اوازې ردې کړم. زمونږ ترمنځ اړیکې لکه د نورو دوستانو هیوادونو په څیر د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پراساس ولاړې دي".

پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ددغه هیواد د استخباراتو د ادارې "آی ایس آی" مشر محمد عاصم ملک د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبرد میاشتې په وروستیوکې تاجیکستان ته د خپل سفر پرمهال د ډسمبر په ۳۰ (مرغومې لسم) د جمهور رئیس امام علي رحمان سره هم کتلي وو.

د تاجیکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې کتنه کې دواړو خواو د ترهګرۍ، افراطیت، د نشه‌ يي توکو د قاچاق او له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د تاجیکستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې. تاجیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د طالبانو د حکومت سره یې اړیکې ښې نه دي او هم د طالبانو د حکومت ځینې مخالف مشران په دغه هیواد کې دیره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سرحدي سیمې کې د پاکستاني پوځیانود ځای پرځای کیدو په اړه د سیمه ییزو رسنیو راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او پاکستان د افغانستان ځمکنۍ پشپړتیا ته درناوی لري.

شفقت علي خان وویل: "د واخان دهلیز په اړه هغه څه چې زه یې ویلی شم دادي چې ما دا ډول پای ته نه رسیدونکي اوازې لیدلي دي. واخان د افغانستان د خاورې برخه ده. افغاسنتان د پاکستان ګاونډی دی. مونږ د هغې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پیژنو. دا له پوښتنې څخه بهر ده چې پاکستان د خپل یو ګاونډي په اړه اعزایم لري. نو زه فکر کوم دا ادعا پر اوازو بنا ده او په بشپړ ډول غلطه ده".

په پاکستاني رسنیو کې ددغو اوازو د خپریدو وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د سفیر ژاو شینګ سره د نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو له خوا د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په مسلې هم خبرې کړي وې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ډسمبر ۳۰ (مرغومې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. په دې ملاقات کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ."

د چین سفارت تراوسه ددغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ ۹۰ کیلو متره اوږد سرحد جوړوي، دا سیمه د پاکستان او تاجیکستان غریزو سیمو سره هم نښتې ده.

واخان د افغانستان په شمال کې د بدخشان د ولایت یوه ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ورته د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد له ښار څخه یو خام سړک د غځیدلو چارې بشپړې شوې. .

د شاوخوا ۱۰۰ کیلو مترو دغه سړک د جوړولو کار د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پیل شوی و او ۶۰ کیلومتره سړک جوړ شوی هم و. طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړ چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په میاشت کې یې کار بشپړ شو او افغانستان د ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښئلول شو. خو تراوسه پر دغه سرحدي لار باندې د سوداګریزو مالونو د تګ راتګ لړۍ نه ده پیل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل دغه خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت سره په اړیکو کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې مسله د یوې ستونزې په توګه یاده کړه، خو ویې ویل چې د افغانستان د پکتیکا په ولایت باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دپلوماتیکو چینلونو له لارې خبرې بیرته پیل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډسمبر ۲۵ (مرغومې پنځم) ویلي چې پاکستاني هوايي ځواکونو د ډسمبر پر ۲۴ شپه د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی، چې له امله یې ټول ۴۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ښار کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال وکرم میسري ترمنځ د کتنې په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویل چې افغاسنتان یو خپلواک هیواد دی او پاکستان له افغانستان څخه هیڅکله دا غوښتنه نه ده کړې، چې خپلې اړیکې دې د نورو هیوادونو سره څنګه وپالي.

هغه وویل: "افغانستان یو خپلواک هیواد دی. مونږ هیڅکله دا هیله نه وه اویا هم مونږ ددې هڅه کړې وې او نه هم دا اراده لرو چې هیله وکړو چې د رد صلاحیت ولرو چې د نورو هیوادونو سره څرنګه اړیکې [افغانستان] غواړي. د نورو هیوادونو سره د اړیکو ته پرمختګ ورکول ددغه هیواد د حاکمیت حق دی".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې افغانستان یې یو مهم ګاوندی هیواد دی چې ورسره یې اوږدې تاریخي اړیکې موجودې دي.

هغه وویل چې پاکستان هڅه کوي چې افغانستان سره خپلې اړیکې لکه چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په کار دي لوړې کچې ته ورسوي.

هغه وویل چې په افغانستان ترهګرو پناه ځایونو مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د یو عمده خنډ په توګه پاتې ده. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغې ستونزې ته د حل موندلو لپاره به د طالبانو د حکومت د چارواکو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG