د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ډیورنډ په اړه خیالي ادعاوې نړیوال قوانین نشي بدلولی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغسې ادعاوې نړیوال قوانین نشي بدلولی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانګزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان هیڅکله هم د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې او نه یې پيژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷( سلواغې ۲۸) په یوه اعلامیه کې ویلي: " د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد خپل ځانته د خدمت کولو او خیالي ادعاو پر اساس د دغه سرحد د قانوني توب او حرمت په اړه جغرافیوي، تاریخي او نړیوال قوانینو اړوند حقایق نشي بدلولی".

په دغه اعلامیه کې میرمن بلوڅ د طالبانو له چارواکو غوښتي چې په دغسې څرګندونو سره د عمومي اذهانو د منحرف کیدو پر ځای دې ددغه هیواد امنیتي ګواښونو ته چې میرمن بلوڅ واقعي بللي حل لار ولټوي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هیواد د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې د تنظیم شویو کړنلارو له مخې د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد ته ژمن دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی چارواکي په دومره څرګند ډول د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد اړوند مسلو په اړه خبرې کړي دي.

عباس ستانکزي ویلي: " نیم افغانستان نن جلا دی د ډیورنډ د کرښې هغې خواته واقع دی. په داسې حال کې چې مونږ په ټول عمر کې د ډیورنډ کرښه نه په رسميت پیژندلې او نه یې پيژنو. دا هغه فرضې کرښه ده چې انګریزانو د افغانانو په زړه باندې تیره کړې ده".

عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ د لوګر په ولایت کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسلې ته په اشارې وویل: " نن زمونږ په ګاونډ کې زمونږ ختیځ ګاونډی په ډیر ظالمانه صورت سره مهاجرین له دې ځایه راوباسي او ورته وايي چې تاسو خپل وطن ته لاړ شئ".

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: " دوی به په دې شرمیږي هم نه او ددې حیا هم نه ورځي چې دا وطن خو ددوی وطن دی زمونږ خو نه دی او یا اغزي لرونکي سیم یې پرې تیر کړی د پاسپورټ او ویزې تقاضا کوي. دا ویزه او پاسپورټ قطعآ قابل د قبول نه دي او نه عملي کیدلی شي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې هیڅوک نشي کولی چې دا قومونه سره جلا کړي، بلکې دهغه په وینا دا ددې سبب ګرځي چې د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع مطرح شي او انشاالله دا هیوادونه ازادیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې د دغو څرګندونو دمخه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم انوارالحق کاکړ د څرګندونو څو ورځې وروسته کړي دي. ښاغلي کاکړ د طلوع نیوز تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو:"د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو نړیواله کرښه ده". هغه زیاته کړې وه چې نه یوازې پاکستان بلکې ټوله نړۍ د ملګروملتونو ۲۰۶ غړي هیوادونه دا کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد په توګه پیژني".

د افغانستان پخوانيو حکومتونو له پاکستان سره د بریتانوي استعمار د دورې د حدودو په اړه چې په ۱۸۹۳ کال کې په نښه شول، اختلاف لري. دا پوله د هغه وخت د بریتانوي هند د ډپلوماټ هنري مورټیمر ډیورنډ او د هغه وخت د افغانستان د واکمن عبدالرحمن خان ترمنځ د تړون په پایله کې رامنځته شوه.

پاکستان د افغانستان د حکومتونو اعتراضونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا نړیواله پوله په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال ورته په میراث پاتې شوه چې له بریتانیا څخه یې خپلواکي واخیسته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG