د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په سفیرې د غلط عکس په خپرولو ملنډې شوي


په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفېره ملیحه لودهي د هغې نه وروسته په ټولنیزې رسنیو کې د سخت انتقاد سره مخ شوه چې هغې د یوې فلسطینۍ جینۍ عکس وښودلو او په خپله وینا کې یې وویل چې دا عکس د یوې کشمیرۍ جینۍ دی چې هند پرې ظلمونه کوي.

د شنبې په ورځ ( سپتمبر ٢٣) په ملگرو ملتونو کې د خپلې وینا په مهال سفیرې ملیحه لودهي یو عکس مخامخ کړ او وی ویل چې "هند د ترهگرۍ مور ده". هغې زیاته کړه چې دغه عکس د هغې کشمیرۍ جینۍ دی چې هندي عسکرو پرې ډزې کړیدي.

د ملیحه لودهي د دغې وینا نه وروسته په هند او پاکستان کې په ټویټر خلکو تاوده بحثونه وکړل او وې ویل چې لودهي ته پکار وه چې اول د عکس په هکله معلومات وکړي.

د پاکستان یو پخواني پوځي چارواکي د ملیحه لودهي د دغې پیغام په هکله ولیکل چې هغې خپل قوي پیغام د غلط عکس خپرولو له وجې ضعیفه کړ

د پاکستان یو مشهور خبریال د ملیحه لودهي دغه غلطي په گوته کړه او وي لیکل چې د پاکستان خارجه وزارت چې ملیحه لودهي ته کوم عکس ورکړې و ، هغوي ترینه پخپله هم ناخبره و چې نن سبا په گوگل د عکس پیدا کول څومره اسانه ده.

عاصم یوسفزې چې په واشنگټن کې د سیاسي چارو کارپوه دی، په خپل ټوېټر لیکلي

په هند کې هم د ټویټر کارکونکو په هغې ملنډې وکړې او ځینو حتا وویل چې پاکستان ته پکار ده په ملگرو ملتونو کې بله استاځی وټاکي.

پاکستان او هند د کشمیر په لانجه درې لوی جنگونه کړیدي او اوس یې هم تعلقات خراب دي. پاکستان او هند دواړه په یوبل تورونه لگوي چې په سیمه کې ترهگري کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG