د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو په یو برید کې ۱۶ پوځیان وژل شوي دي


د ډیورتند په کرښه یو پاکستانی عسکر
د ډیورتند په کرښه یو پاکستانی عسکر

یوې استخباراتي سرچینې د شنبې په ورځ‌ ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ)‌ وویل چې تېره شپه د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پوځیانو پر پوستې باندې برید کې ۱۶ عسکر وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.

د پاکستان یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د فرانسې خبري اژانس ته وویل شاوخوا ۳۰ وسله‌والو پر یوې غرنۍ پوستې برید وکړ او شاوخوا دوه ساعته یې له پوځیانو سره جګړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۶ پاکستاني‌ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا وسله‌والو په پوسته کې مخابراتي سیستم، اسنادو او نورو توکو ته اور ورته کړی دی.

یوې بلې استخباراتي‌ سرچینې هم په برید کې اوښتې مرګ‌ژوبله تائید کړې او ویلي یې دي چې یاد برید د خیبر پښتونخوا ایالت په مکین سیمه کې د پوځیانو پر یوې پوستې شوی دی.

پاکستاني طالبانو (TTP) په یو بیان کې د دې برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې دا برید یې د خپل لوپوړو قوماندانانو د وژلو د غچ اخیستلو لپاره ترسره کړی دی.

دغې ډلې په برید کې د پوځي وسایلو چې پکې درنې وسلې او د شپې لخوا د لیدلو وسایل هم شامل دي‌ د نیولو ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې برید په اړه تبصره نه ده کړې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ورسره په پاکستان کې هم د وسله والو بریدونه ډیر شوي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړنو د مرکز په وینا په دغو بریدونو کې تېر کال ۱۵۰۰ کسان وژل شوي چې په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

اسلام آباد دا ادعا هم کوي چې وسله وال په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایونو په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د طالبانو حکومت په پرله پسې توګه دا ادعاوې رد کړي او وایي هیڅوک به پرې نږدي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل هیواد / هیوادونو له برید کولو لپاره کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG