د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره مذاکراتو له امریکا سره زموږ اړیکې ښې کړې- قریشي


د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د زمینې برابرولو لپاره د دې هیواد هڅې د واشنګټن سره د اسلام آباد د اړیکو د ښه کیدو سبب شوي.

دغه څرگندونې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د لومړني سفر په درشل کې کیږي چې په هغه کې ټاکل شوې ښاغلی خان د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ سره وګوري.

ښاغلي قریشي وویل، چې امریکا ته د عمران خان د سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو په عمومي اړیکو خبرې وشي، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو سره د سولې مذاکرات به ددې خبرو عمده مسله وي.

هغه وویل:"پاکستان د افغانستان لپاره د سیاسي حل لارې د پرمخ بیولو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د تصمیم هر کلی کړی دی، هغه څه چې په حقیقت کې د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان دریځ هم دی".

ښاغلي قریشي ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د زمینې برابرولو لپاره د پاکستان هڅې"په ښه نیت" شوي او هغې د "ګډ مسؤلیت" په حیث په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینگیدو په سترګه ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل:"د افغانستان په هکله د امریکا او پاکستان د پالیسو یو شان والی د افغانستان د لانجې د حل لپاره هیلې رامنځ ته کړي دي".

پاکستان پهدې وروستیو میاشتو کې په څو مواردو کې هڅه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې خپل رول په ډاګه کړي.

ددې جملې نه پاکستان د طالبانو یو مهم قوماندان ملا عبدالغني برادر، له زندان نه خوشې کړ او هغه سمدستي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دمخه تر دې ویلي وو چې د پاکستان د زندان نه د ملا برادر خلاصون د هغه په وړاندیز شوی دی.

له دې سره سره د افغانستان دولت د افغانستان د سولې په اړوند د پاکستاني مقاماتو پر سیاستونو نیوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG