د لاس رسي وړ اتصالات

د سپین بولدک او چمن لانجه ګوګل ته ورسیده


‏د ډیورېند کرښه شاوخوا ۲۴۰۰ کیلو مېتره ده
‏د ډیورېند کرښه شاوخوا ۲۴۰۰ کیلو مېتره ده

د افغانستان حکومت پدې باب د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړې ده. د فرانسې خبري اژانس د افغان او پاکستاني مقاماتو په حواله خبر ورکړی چې دواړو هېوادونو پر دې سلا کړې چې د پولې حدود د ګوګل مپ یا نقشې نه په استفادې معلوم کړي.

د فرانس پرس په وینا د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته د چمن او سپین بولدک په سیمه کې د ډیورند کرښې ته څیرمه غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د پاکستان له لوري برید جنرال ندیم سهیل او د افغانستان له لوري ډگروال محمد شریف برخه اخیستی وه.

د راپورونو له مخې په غونډه کې دواړو غاړو پر دې سلا کړې چې د خپلو هیوادونو د حدود ټاکلو لپاره به له نقشو او له نړيوال سیسټم ګوګل څخه کار اخلي او وروسته به د لقمان او جهانګیر کليو په اړه خپل یو ګډ رپورټ اسلام آباد او کابل ته استوي.

د پاکستان بلوچستان ایالت سیمه ایز حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ د خونړۍ پیښې وروسته پاکستان او افغانستان په دې موافقه کړې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ کلیو کې سرحدي نښو باندې غور وکړي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان او پاکستان د سرحد ځواکونو ترمنځ وروستیو شخړو ته په اشارې وویل د گاونډیو ترمنځ تاوتریخوالی نه غواړي.

ښاغلي عزیز وویل "څه چې د چمن او بولدگ ترمنځ سرحد کې وشو ډیره د تاسف وړ پیښه وه ځکه چې مونږ د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او تلفات نه غواړو."

ښاغلي عزیز هیله مندي وښودله چې دا ستونزه به ژر حل شي.

"دواړه غاړې موافقه کړې ده څو ددواړو هیوادونو ترمنځ د ویشل شوي سیمې کلیو کې، د سرحد بیل شوي علامې وگوري او وڅیړي چې دا کلي د کرښې دې خوا پراته دي که هغه خوا. هیله مند یم چې په راتلونکې دوه درېو ورځو کې دا مسله د محلي او جگپوړو قوماندانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې حل شي."

امریکا په دې اړه د افغانستان د حکومت نظر وغوښټ. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت په سرحدي نښیو باندې د غور په هکله د موافقې خبره رد کړه خو ویلي دي چې یو پلاوی یې سیمې ته استولی چې له هغه ځایه مالومات راټول کړه.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پريکړه شوې چې د لقمان او جهانګير کليو د موقعيت په اړه به تخنيکي ټيمونه څېړني کوي.

بلخوا د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړې چې گواکې د چمن او بولدک په پوله نښته کې يې د افغانستان ۵۰ عسکر وژلي. زاخیلوال په خپل تویتر کې ويلي چې د جمعې د ورځې په پیښه کې يواځې دوه افغان سرتيري وژل شوي دي.

پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ د جمعې د ورځې په نښتو کې ۱۳ کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکي خلک دي او ۶۵ تنه ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG