د پاکستان د پوځ منصبدارانو په جنوبي وزیرستان کې د وسلو یو دوه منزله مارکیټ په دې خاطر چې په افغان طالبانو او القاعده ترهگرو باندې یې وسلې نه خرڅولې الوزولی دی. دې مارکیټ ١٥٠ دکانونه او څلور غټې سوداگریزې خونې درلودې.
دا پیښه د نوامبر په درېیمه د واڼه په ښار کې شوی ده چې د جنوبي وزیرستان مرکز دی. د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دې سیمه کې یې د "ضرب عضب" په نامه د ترهگرۍ ضد پراخ عملیات کړي دي.
د اسیا د بشري حقونو د کمیسیون د رپوټ له مخې دا نړول شوی سوداگریز مرکز د وزیرو د احمدزیو د قبیلې د پخواني مشر میرزا علم خان و چې د ترهگرۍ ډیر سخت مخالف و. په خاصه توگه هغه د طالبانو مخالف و.
دا کمیسیون وایي میرزا علم خان حتی په وزیرستان کې اسامه بن لادن ته د اوسیدو اجازه هم نه وه ورکړې او په همدې خاطر وو چې بن لادن د پاکستان دننه په ایبټ آباد کې دیره شوی و.
رپوټ وایي، کله چې د اکتوبر په ٢٩ د پوځ جگړن عمران او سرتیرو یې په واڼه کې محلي وسله پلورنکي دې ته مجبور کړي وو چې طالبانو ته وسلې برابرې کړي. په دې ترڅ کې وو چې یو پاکستانی منصبدار ووژل شو او شپږ سرتیري ټپیان شول.
د بشري حقونو د کمیسیون په رپوټ کې ظاهراً ددې جگړن د مړینې دلیل د خلکو تاوتریخوالی نه بلکې پخپله د دغه منصبدار د خامۍ او سهوې نتیجه وه.
د معلوماتو له مخې داسې بریښي چې جگړن عمران د سلیمانخلیو د قوم له یو دکاندار خان خروټي غوښتل چې د افغان طالبانو او القاعده اجنټانو ته د وسلو او مهماتو رسول بیا پیل کړي. ښاغلي خان د دوو میاشتو راهیسې هغوی ته د وسلو ورکول ځنډولي وو. هغه به وسلې او مهمات انگور اډې ته رسولې چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په پوله پرته ده.
رپوټ وایي چې د جگړن عمران په لاس کې لاسي بم و او د هغه سره یې لوبې کولې او خان یې پری گواښه چې که ترهگرو ته د وسلو د رسولو پخواني کار ته دوام ورنه کړي، نو بم به وچوي.
د دکاندارانو او عیني شاهدانو په وینا، لاسي بم د منصبدار له لاسه په ځمکه ولوید او وچاودید او جگړن سخت ټپي شو، خو وروسته په روغتون او یا هم د روغتون په لاره مړ شو.
ددې پیښې په غبرگون کې پوځ خان خروټی او د هغه ځوی د پوځ د منصبدار د وژنې په تور ونیول او هغوی د طالب تروریستانو په نامه یاد کړل.
د ډان او فرنټیر پوست په گډون پاکستاني رسنیو ویلي وو "جگړن عمران په جنوبي وزیرستان کې د پلټنې د عملیاتو پر وخت د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې وژل شوی".
د بشري حقونو کمیسیون وایي د پاکستان پوځ د دې منصبدار د مړینې جزیات نه دي څرگند کړي او دا کار یې د پوځ له لورې د واقعیتونو پټول گڼلې دي.
د نوامبر په دوهمه پوځ په داسې حال کې قومي جرگه وغوښتله چې د جگړن د مړینې رښتینې کیسه خپره شوی وه. پوځیانو دمیرزا علم د مارکټ په الوزولو ټینگار کاوه، که څه هم چې د سیمې سیاسي مشرتابه چې د حکومت له لورې ټاکل شوی، هڅه کوله چې پوځیان له دې کاره منع کړي، خو پوځ پوره مصمم و چې مارکیټ والوزوي.
د نوامبر په درییمه په واڼه کې په گرځیدو راگرځیدو بندیز ولگول شو او د ښار ٦٠٠٠ دکانونه او شاوخوا ٥٠٠ سوداگریز مرکزونه وتړل شول. پوځیانو د مارکیټ څخه تاو راتاو چاودیدنکي مواد کیښودل او سمدستي یې وچول.
د اسیا د بشري حقونو کمیسیون له نړیوالې ټولنې په ځانگړې توگه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون نه غواړي چې د جنوبي وزیرستان د بې گناه ملکي وگړو د وژلو قضیې وڅیړي چې د "ضرب عضب " د پوځي عملیاتو په نوم شوي دي. دوی وایي چې نړیواله ټولنه باید پاکستان دې ته مجبور کړي چې د ضرب عضب عملیات ودروي.