د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اقتصادي بحران؛ شهباز شریف وایي مجبور دي د آی ام ایف سخت شرایط ومني


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف جمعه فبروري ۲۴ (کب ۵) د هیواد جګپوړو امنیتي چارواکو سره په غونډې کې ویلي چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه د پور تر لاسه کولو لپاره "که غواړې هم نه" باید ددې نړیوالې ادارې "سخت شرایط" ومني.

پاکستان چې د اقتصادي بحران سره مخ دی، دې پیسو ته سخته اړتیا لري.

ښاغلي شریف په اسلام آباد کې په غونډې کې چې په مستقیمه توګه په تلویزیون کې خپریده وویل، "د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د معاملې لپاره باید که غواړو هم نه باید سخت شرایط یې ومنو".

د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیره تقریباً ۳ ملیاردو ډالرو ته راټیټه شوې او پدې معنی چې یوازې د دریو اوونیو لپاره پرې واردات کولی شي. د جنوبي آسیا دا هیواد له همدې کبله بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري چې د اقتصادي بحران چاره پرې وکړي.

شهباز شریف پخپلو خبرو کې پرته لدې چې د کوم هیواد نوم واخلي او نور معلومات ورکړي وویل چې "یو بل ملګری هیواد هم د آی ام ایف معاملې ته سترګې په لار دی چې د پاکستان سره مرسته وکړي".

پاکستاني چارواکي نږدې یوه میاشت کیږي چې د IMF چارواکو سره د پالیسۍ کاري چوکاټ پورې اړوند موضوعاتو په هکله خبرې کوي او هیله لري چې د مامورینو په کچه موافقه به لاسلیک شي چې له مخې به یې نه یوازې پاکستان ته د دې نړیوالې ادارې لخوا پور ورکړل شي، بلکې نور نړیوال پور ورکوونکي به هم پاکستان سره د نغدو پیسو ورکولو لپاره زړه ښه کاندي.

د پاکستان حکومت د آی ام ایف څخه د پور تر لاسه کولو لپار وار د مخه یو لړ اقدامات کړیدي. د اسعارو په بازار کې د ډالرو په نرخ د مرکزي بانک کنټرول ختمول، د سون موادو او برښنا تعرفو پورته کول، د سبسیډیو څخه د حکومت ایستل او د عایدو تر لاسه کولو لپاره د مالیو ډیروالی هغه څه دي چې پاکستان د دې پور تر لاسه کولو لپاره کړي.

خو پاکستاني چارواکي وایي آی ام ایف لا هم د اسلام آباد سره د برښنا په برخې کې د حکومت په پور او د برښنا د نرخ په ډیروالي غږیږي.

که د پاکستان حکومت دا شرایط ومني ښایي اقتصاد به یې لا سوړ او انفلاسیون به ډیر شي چې د جنوري يه میاشت کې ۲۷.۵ فیصده و.

چین د چې د پخوا راهیسې د پاکستان سره ملګرتیا لري، په روانې اوونۍ کې یې ۷ سوه ملیون ډالر دې هیواد ته ورکړي . د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار ویلي چې دا پیسې مرکزي بانک ته رسیدلي دي.

دا څه موده مخکې د نړیوال وجهي صندوق او پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې بې نتجې پای ته ورسېدې، پاکستان چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخامخ دی، له دغه صندوق څخه ۱.۱ میلیارد ډالر پور غواړي.

د پاکستان د مالیې وزارت چارواکو په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي چې د دواړو خواوو تر منځ ځیني نا حل شوي موضوعات شته چې نور بحث ته اړتیا لري.

دې وزارت پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د ځینو لازمو اقداماتو یو لیست ورکړی او موافقې ته د رسیدو لپاره یې د وخت غوښتنه کړې.

د پاکستان حکومت چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخ دی، پلان لري پخپل ولس ۱۷۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې مالیه لوړه کړي تر څو دغه پور تر لاسه کړي.

حکومتي چارواکي او د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي چې دا نوې مالیې به په پاکستان د شیانو نرخونه نور هم لوړ کړي او عام خلک به ډیر زیانمن شي.

سره لدې چې د پاکستان حکومت ټینګار کوي د مالیاتو دا نوی پروګرام به پداسې بڼې پلی کړی چې بې وزله خلک پکې زیانمن نشي او د هیواد د اقتصاد د ژغورل کیدلو لپاره به یوازې په هغوي مالیه لوړه کړي چې د ورکړې وس یې ولري خو اقتصادي کارپوهان وایي چې د پاکستان ولس به په راتلونکو ورځو کې وګوري چې د شیانو نرخونه لوړ شوي.

XS
SM
MD
LG