د لاس رسي وړ اتصالات

د خپل مېړه ملګرو ته مې نڅا ونکړه، وېښته یې راته وخریل- اسما


د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري وايي په دې تړاو دوه کسانن یول شوي
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري وايي په دې تړاو دوه کسانن یول شوي

د پاکستان رسنیو د راپور په اساس د لاهور په ښار کې یوې ښځې ادعا کړې ده چې مېړه یې ځکه سر ورخریلی دی چې د هغه ملګرو ته یې د گډا نه انکار کړی و.

دغه ښځه چې نوم يې په رسنیو کې اسما ښودل شوی د جیو ټلویژون ته ویلي چې د خپل خاوند له امر د نه منلو په خاطر د هغه لخوا وهل شوې هم ده.

په پاکستان کې په رسنیو کې د دغه رپورټ د خپریدو نه وروسته د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د پیښې په اړه په خپل ټویټر ولیکل چې دوه تنه ککړ کسان یې نیولې دي چې یو یې پکې د ښځې میړه دی.

اسما وايي چې مېړه یې نشه وو او په نشه کې یې له هغې دا غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي دي چې له فیصل نومي خاوند سره یې څلور کاله مخکې په خوښه واده کړی دی.

هغې د جیو نیوز ته دا هم ویلې و چې د خاوند د تشدد په اړه یې پولیسو ته شکایت هم کړی و خو پولیسو د هغې په حق کې فیصله نه وه کړې.

تر دې مخکې د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویلي و چې، په پاکستان کې هر کال د غیرت په نوم زر ښځې وژل کېږي.

دغه ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د ښځو پر مخ د تېزاب شیندل، فزیکي تشدد، په زور او کم عمر کې د نجونو ورکول لا هم په پاکستان کې د ښځو په وړاندې له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG