د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د پاکستاني طالبانو ویاند په افغانستان کې وژل شوی


په افغانستان کې طالبانو تر اوسه د خراساني د و‏ژل کیدو په هکله څه ندي ویلي
په افغانستان کې طالبانو تر اوسه د خراساني د و‏ژل کیدو په هکله څه ندي ویلي

د پاکستان یو جګپوړي چارواکي د جنوري په ١٠ ( مرغومي ٢٠ ) وویل چې د پاکستاني طالبانو د غورځنگ ویاند په افغانستان کې وژل شوی.

دغه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژنس ته وویل محمد خراساني چې په خالد بالتي هم پیژندل کیده او د ٢٠١۴ کال راهیسي پټ و، د ننگرهار په ولایت کې وژل شوی دی.

دغه چارواکي زیاته کړه" مونږ د افغانستان څخه معلومات راټولو چي څرگنده شي هغه څنگه تعقیب او ووژل شو".

خو دې پاکستاني چارواکي ونه ویل چې خراساني چا وژلی.پاکستان پخوا دا افغانستان د طالبانو څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات وکړي او دا ډله چې په پاکستان کې د حکومت پرضد جنگیږي،وځپي.

په هم دې حال کې د ننگرهار په ولایت کې طالب چارواکو د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د خراساني د وژل کیدو په هکله معلومات راټولوي.

د خراساني نه مخکې د پاکستاني طالبانو یو مشر هم د افغانستان په ختیځ کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی و.

معلومه نه ده چې د بې پیلوټه الوتکې دا برید چا کړی خو متحده ایالاتو ویلي و چې په افغانستان کې به د بهر څخه په بهرنیو وسله والو او ترهگرو بریدونه جاري ساتي خو امریکايي چارواکو هم تراوسه ندي ویلي چې ایا دا برید دوی کړی که نه.

پاکستاني چارواکي وايي چې محمد خراساني په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو د یوکمپ مشري کوله او د پوځي عملیاتو نه وروسته افغانستان ته تښتیدلی و.

د پاکستان حکومت تیرکال د دې ډلې سره د یو لړ شرطونو پر اساس د یو میاشتني اوربند اعلان کړی و خو پاکستاني طالبانو تر یوې میاشتي وروسته په حکومت تور ولگاوه چې د موافقي پر اساس یې خپلې ژمنې ندي پر ځای کړي او هوډ یې چې د حکومت ضد بریدونه به بیا پیل کړي.

د اوربند د پای ته رسیدو نه پس پاکستاني طالبانو د ډسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۰) په شمالي وزیرستان کې څلور امنیتي سرتیري وو‏‏ژل.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امنیتي ځواکونو د میرعلي په ساحه کې د طالبانوپر یو مشکوک پناه ځای برید وکړ، خو د دواړو خوا په سخته نښته کې د پاکستان پوځ ته مرګ ژوبله واوښتله.

دغه ډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوه او د هغوی تر ټولو وژونکی برید په ۲۰۱۴ کې په پیښور کې په یو پوځي ښوونځي باندې برید و چې شاوخوا ۱۵۰ تنه زده کوونکي او ښوونکي په کې وژا شوي وو.

XS
SM
MD
LG