د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د پولیو د زیانونو په اړه د خلکو عامه پوهای زیات شوی


په پکتیکا کې د تېر په پرتله د پولیو واکسین پر وړاندې منفي تبلیغات کم شوي، ددې ولایت خلک وايي اوس یې په دې اړه پوهاوی ترلاسه کړی چې پولیو یوه خطرناکه ناورغې ده، او علاج یې شونی دی.

د پکتیکا قومي مشران او مدني فعالان وايي د عامې روغتیا ریاست او نورو همکارو ادارو د ښه کار له کبله د پولیو ضد واکسین په اړه د خلکو عامه پوهای څو چنده زیات شوی.

د پولیو واکسین په اړه د عامه ذهنیت جوړونې په برخه کې د پکتیکا د روغتیا ریاست او یونسیف نړیوالې مؤسسې په ګډه د عامه پوهاوي بېلا بېل پروګرامونه ترسره کړي چې په دې برخه کې خورا ګټور تمام شوي. قومي مشر ګلزار تنها د مرکز ښرنې اوسېدونکی دی، نوموړي امریکا غږ ته وویل واکسین د ماشومانو لپاره حیاتي ارزښت لري او له نېکه مرغه اوس یې ولسونه په ګټو پوهېدلي دي.

هغه وویل: "د پکتیکا ولس د واکسین په ګټو پوهېدلی دی، د رسنیو له لارې یې د ګټو ابلاغ کېږي. بیا مو هم له خلکو هیله ده چې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي".

د پکتیکا یو بل تن اوسېدونکی ګل حسن عابد هم واکسین اړین ګڼي، دی له خلکو غواړي چې د پولیو ضد واکسین تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي: "په دې کې شک نشته کې واکسین د ماشومانو لپاره ګټور دي، پخوا به خلکو واکسین ته په ښه سترګه نه کتل خو اوس دغه نظر لمنځه تللی."

په پکتیکا کي د پولیو واکسین په برخه کې د عامه پوهاوي مسؤل د عامه پوهاوي د نورو پروګرامونو ترڅنګ ځايي او نړیوالې رسنۍ د عامه پوهاوي بهترینه وسیله یاده کړه.

نوموړی وايي: "اوس ټول خلک په دې پوهېدلي چې واکسین د څه لپاره دي او په دې هم پوهېدلي چې هېڅ نوع ضرر نه لري، مونږ له ولسونو سره غونډې کوو او رسنۍ په دې برخه کې ښې فعالې دي او هیله ده نوره همکاري هم وکړي".

د یادولو ده چې په تېر کې د پکتیکا په څېر په لري پرتو سیمو ډیری خلکو د پولیو واکسین پر وړاندې منفي نظر درلوده او دغه واکسین یې د ماشومانو لپاره خطرناک بلل، خو د عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کېدو د خلکو نظر پراخ بدلون موندلی.

د روغتیاپالانو په وینا واکسین یوازیني وقایوي درمل دي، چې ماشومان له تلپاته معلولیت څخه ژغوري. د ۲۰۲۰ مېلادې کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبت پېښه نه ده رامنځته شوې، خو په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا تر دې دمه ۴ مثبت پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG