د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې يو مدني فعال د نشه يي توکو ضد کمپاين کوي


پکتیکا کې يو مدني فعال د نشه يي توکو ضد کمپاين کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د پکتیکا یوه مدني فعال عبدالقهار همتیار د نشه يي توکو په ضد د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی او وايي چې د دغه کمپاین له لارې به ځوانان له اعتیاد را وګرځوي.


عبدالقهار همتيار د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له کلونو راهيسې مدني فعاليتونه کوي.

همتيار وايي په سلګونه کسان يې په سيمه کې په بېلا بېلو نشو روږدي دي، د ده په خبره چې د کمپاين په نتېجه کې يې لسګونو کسانو نشې پرې ايښې او عادي ژوند ته را ګرځيدلي دي.

همتيار زیاتوي دا کار يې هغه وخت پيل کړ کله چې په دې ولسوالۍ کې معتادين د ډېرېدو په حال کې وو.

پکتيکا يو سرحدي ولايت دي، چې د مخدراتو قاچاق په اسانۍ او پريمانه توګه پکې ترسره کيږي.

XS
SM
MD
LG