د لاس رسي وړ اتصالات

محمد مصطفی د فلسطین نوی صدراعظم وټاکل شو


د فلسطین خپلواکې ادارې رسمي خبري اژانس پنجشنبه مارچ ۱۴ (کب ۲۴) ویلي چې جمهور رئیس محمود عبادس خپل د اقتصادي چارو یو سابقه لرونکي سلاکار، محمد مصطفی د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.

د فلسطین خپلواکې ادارې مخکني صدراعظم محمد اشتیه تیره میاشت د خپل حکومت استعفا د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس ته سپارلې وه.

نوموړي په غزې کې روان وضعیت بدلیدونکو حقایقو ته په کتو ویلي د‌ي چې اړتیا ده "نوي سیاسي اقدامات" وشي. هغه ویلي دي چې "ما د خپل حکومت استعفا ښاغلي ولسمشر (محمود عباس)‌ته وسپارله" او دا "د غزې په تړانګې کې د یرغل او په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره" تړلې ده.

نوی ټاکل شوی صدراعظم چې ۶۹ کاله عمر لري، د فلسطین خپلواکې ادارې لپاره باید نوی حکومت جوړ کړي. دا حکومت یوازې د اسرائیل لخوا په قبضه شوې لویدیځه غاړه کې ډیر لږ واک لري.

ښاغلي مصطفی د متحده ایالاتو د جورج واشنګټن په پوهنتون کې زده کړې او د فلسطین آزادۍ سازمان د خپلواکې اجرائیوي کمیټې غړی دی چې واک یې د فتح غورځنګ په لاس کې دی.

هغه په اقتصادي چارو کې د مخکني صدراعظم سلاکار و، د فلسطین پانګونې ادارې کې یې هم څوکۍ درلوده او د نړیوال بانک کې یې هم په لوړو مقامونو کې کار کړی.

نوي ټاکل شوي صدراعظم د کویټ حکومت سره هم د سلاکار په توګه کار کړی او په سعودي عربستان کې د عامه پانګونې صندوق کې هم د کار تجربه لري.

د ۲۰۰۷ کال راهیسې چې د غزې لویدیځه غاړه جمهور رئیس محمود عباس او د غزې تړانګه حماس ته سپارل شوې، ښاغلي مصطفی په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغه چې اسرائیل په غزې یرغل وکړ، ده د غزې تړانګې په بیا رغولو کې مهم نقش درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG