د لاس رسي وړ اتصالات

بوریل: د فلسطیني دولت جوړیدل د اسرائیل امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده


 د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د سلا مشورو لپاره منځني ختیځ ته تللی و.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د سلا مشورو لپاره منځني ختیځ ته تللی و.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) وویل چې د اسرائیل د امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار د فلسطین دولت جوړیدل دي.

ښاغلي بوریل دا څرګندونې د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ویډیو کنفرانس د لارې په ملاقات کې وروسته تر هغې وکړلې چې د اسرائیل – حماس د جګړې پیل کیدو څخه وروسته منځني ختیځ ته په سفر تللی و.

د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي دیپلومات وویل چې منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې په خبرو او ملاقاتونو کې "اساسي سیاسي نتیجې" ته رسیدلی.

هغه زیاته کړه، "زه فکر کوم د اسرائیل د امنیت لپاره تر ټولو غوره ضمانت د فلسطین دولت جوړیدل دي".

ښاغلي بوریل پدې هم ټینګار وکړ چې د حماس سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې کنټرول باید د اسرائیل سره نه وي بلکې دا خاوره دې د فلسطین ادارې ته وسپارل شي.

بوریل وړاندې وویل، " د غټو ستونزو سره سره، مونږ باید د غزې په ثبات او راتلونکي فلسطیني دولت ډیر غور وکړو".

سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو څه موده وړاندې ویلي و چې د حماس سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به تر نامعلومې مودې پورې د ټولې غزې کنټرول د اسرائیل په لاس کې وي خو د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوزیپ بوریل تر څنګ د امریکا جمهور رئیس هم د اسرائیل لخوا د غزې کنټرول سره مخالفت ښودلی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د همدې تیرې شنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.

ښاغلي بایډن په یوې مقالې کې چې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې خپره شوې ویلي، " پداسې حال کې چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، غزه او لویدیځه غاړه په نهایت کې باید د فلسطیني احیا شوې ادارې لاندې وي او هم به د دوو بیلو دولتونو حل لارې لپاره کار کوو".

د منځني ختیځ شخړې د حل لپاره د متحده ایالاتو پخوا راهیسې پالیسي د اسرائیل او فلسطین بیلو بیلو دولتونو جوړیدل دي خو تر اوسه دې هلو ځلو نتیجه نده ورکړې.

د اسرائیل صدراعظم ویلي چې د فلسطین اداره چې مشري یې جمهور رئیس محمود عباس کوي، په اوس وخت کې د غزې مسؤلیت اخیستو وړتیا نلري. نتنیاهو ویلي چې د غزې ټول نظامي مسؤلیت به د اسرائیل په غاړې وي خو دا یې ندي ویلي چې تر کوم وخته پورې.

په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګې کې تر ۲۰۰۷ کاله پورې د فلسطین ادارې واکمني وه خو د حماس سره د لنډې کورنۍ جګړې وروسته د غزې تړانګه د حماس کنټرول لاندې راغلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG