د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هاک محکمه دې د اسرائیل له خوا د فلسطیني سیمو اشغال وڅیړي


د عدالت نړیواله محکمه (هاګ)
د عدالت نړیواله محکمه (هاګ)

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جمعې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) د عدالت له نړیوالې محکمې (هاګ) څخه وغوښتل چې د اسرائیل له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په اړه څېړنه وکړي.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا په ٨٧ موافقو، ٢٦ مخالفو او ٥٣ ممتنع رايو سره تصويب شو.

فلسطینیانو د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پریکړې هرکلی وکړ چې له مخې یې د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) د اسرائیل له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال د قانوني پایلو په اړه نظر وړاندې کوي.

په هاګ کې میشته دا محکمه چې د نړیوالې محکمې په نوم هم پیژندل کیږي، د ملګرو ملتونو عالي محکمه ده چې د دولتونو ترمنځ شخړې حل کوي. د دې محکمې حکمونه الزامي ندي او د هغې د پلي کولو واک نلري.

د عربي هېوادونو په ګډون اسلامي هېوادونو چې له اسرائیل سره يې اړيکې عادي کړې دي، په متفقه توګه د دغه پرېکړه ليک ملاتړ وکړ، خو لوېديځو هېوادونو پدې هکله اختلاف درلود. روسیې او چین هم د دغه پریکړه لیک ملاتړ وکړ.

پریکړه لیک د هاګ له محکمې څخه غوښتي چې "د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له حق څخه د اسرائیل د دوامداره سرغړونې قانوني پایلې" او همدارنګه د بیت المقدس ښار د ډیموګرافیک جوړښت او حالت بدلولو په هکله د اسرائیل اقدامات مشخص کړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور وویل چې دغه پریکړه لیک د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو نوي حکومت ته د «استعماري او توکمپالو سیاستونو د ګړندي کولو» د هڅو په اړه پیغام استولی او د هغو هیوادونو هرکلی کوي چې د ګواښونو او فشارونو په وړاندې مقاومت کوي.

منصور وویل: "موږ باور لرو چې نن ورځ ستاسو رایې ته په پام سره، که تاسو په نړیوال قانون او سولې باور لرئ، تاسو به د نړیوالې محکمې د نظر ملاتړ وکړئ."

خو په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ګيلاد ایردان تر رايې ورکولو مخکې دغه پرېکړه ليک "د ملګرو ملتونو لپاره يو اخلاقي داغ" بللی دی.


ایردان وویل: "هیڅ نړیوال سازمان نشي کولی پریکړه وکړي چې یهودان په خپله خاوره کې اشغالګر دي."

هغه زیاته کړه: "د یو قضایي ارګان له لورې هره پریکړه چې له اخلاقي پلوه د مات شوي او سیاسي شوي ملګرو ملتونو څخه خپل حکمونه اخلي،په بشپړ ډول نامشروع دي."

په پریکړه لیک کې د اسرائیل لخوا د میشت ځایونو د جوړولو د بندولو غوښتنه هم شوې، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا برعکس، د دې سازمان د عمومي غونډې پریکړه لیک الزامي جنبه نلري.

امريکا، بريتانيا او جرمني د دغه پرېکړه ليک مخالفت وکړ، په داسې حال کې چې فرانسې ممتنع رایه ورکړه. پرتګال ددې پریکړه لیک ملاتړ وکړ او وویل چې د عدالت نړیواله محکمه "د نړیوال قانون پر بنسټ د حکم بنسټ دی چې موږ یې د ساتلو هڅه کوو."

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د جګړې په ترځ کې لوېدیځه غاړه اشغال کړه او له هغه وخت راهیسې یې هلته لسګونه یهودي میشت ځایونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG