د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو پنجشېر کې ملکي وګړي ځورولي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان طالبان په پنجشېر ولایت کې د ملکي کسانو په نیولو او ځورولو تورن کړي دي.

یاد سازمان د جمعې په ورځ جون لسمه (غبرګولې ۲۰) ویلي چې د طالبانو کسانو یاد ملکي کسان د هغوی خلاف مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور وهلي او ځورولي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د مۍ میاشتې په اوږدو کې په دغه ولایت کې پر طالبانو د مقاومت جبهې په بریدونو سره په دغه ولایت کې جګړې زیاتې شوي او په خبره یې طالبانو هم دغه ولایت ته خپل زرګونه سرتیري استولي او له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور کسانو د نیولو هڅې کوي.

د بشري حقونو څار سازمان د اسیا د برخې مسؤلې پتریشیا ګاسمن ویلي چې طالبانو د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون کې د خلکو په ځورولو لاس پوري کړی دی.

نوموړې زیاته کړې: "طالب سرتیرو په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې د جګړې په غبرګون کې د ملکي وګړو نیول او هل ټکول زیات کړي دي.طالبان پخپلو لیکو کې د جدي سرغړونو عاملینو ته په سزا ورکولو کې په پاتې راتلو سره زیات ملکي وګړي له ګواښ سره مخ کړي دي."

په راپور کې زیاته شوې چې طالب سرتیرو د جون میاشتې په لومړیو د پنجشېر ولایت په خنج ولسوالۍ کې ۸۰ تنه نیول شوي چې ۷۰ کسان وروسته خوشي شوي او۱۰ تنه نور یې د مقاومت جهبې سره د اړیکو په تور بندیان کړي دي.

ځينو سرچینو ورته ویلي چې د سیمې په یو بل زندان کې ۱۰۰ تنه نور بندیان هم له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور ساتل کیږي چې په وینا یې خپلې کورنۍ او مدافع وکیل ته لاس رسئ نلري.

د بشري حقونو دڅار بنسټ د جګړې له ښکېلو اړوخونو څخه غوښتي چې له بندیانو سره انساني چلند وکړي او نیول شوي شخص باندې باید ژر تر ژره یو جرم ثابت او یا یې هم ازاد شي.

یاد سازمان زیاته کړې چې له بندیانو سره زور زیاتی د نړیوالو بشري حقونو له مخې جنګي جنایت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کوچني اختر وروسته له پنجشېر ولایت څخه د جګړې راپورونه زیات شوي دي.

تیره اونۍ د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق امریکا غږ ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې له څخه ۳۰ څخه تر ۴۰ کسان د طالبانو لخوا نیول شوي و چې په وینا یې بیرته خوشي شول.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې روانه اونۍ پخپل راپور کې وویل چې طالبان په پنجشېر ولایت کې د پېښو په اړه حقایق پټوي.

واشنګټن پوست د سیمې د یو شمېر خلکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، له خولې لیکلي دي چې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ په جګړې کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي او طالبانو یو شمېر ولسي خلک نیولي او بندیان کړي دي.

د پنجشیر د اطلاعاتو مشر نصرالله ملکزاده واشنګټن پوست ته ویلي دي چې په پنجشیر کې «هر څه سم دي او هېڅ جګړه» نشته، خو د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکو ویلي دي چې د مقاومت جبهي په ضد د طالبانو عملیات لا هم روان دي.

طالبانو تر دا مهاله په پنجشېر ولایت کې د ملکي کسانو ځورولو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي.خو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي او بې اساسه بللي دي.

XS
SM
MD
LG