د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کرونا له وېرې پارکونه او د ګڼې ګوڼې ځایونه وتړل شول


چارواکي وايي دا کار یې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره کړی
چارواکي وايي دا کار یې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره کړی

د ننګرهار والي په امر دغه ولایت کې یو شمېر پارکونه، د ګڼې ګوڼې عامه ځایونه او ځينې مارکیټونه وتړل شول.

والي شاه محمود میاخېل نن دوشنبه د مارچ ۲۳ (وري۴) وویل که د کرونا د مخنوي تدابیر قوي نه شي او یو ځل په چا کې ولګېده نو عالم تبا کولی شي.

هغه زیاته کړه:" تفریحي ځایونه چې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې دي ځينې یې موږ مخکې بند کړي وو او پاتې نور هم باید وتړل شي. ځينې اصناف چې اړتیا ورته نشته تر یوې یا دوو میاشتو به هغه هم بند شي، لکه ښار کې د زرګرۍ مارکیټ، په لارو کې خوراکه فروشۍ هم باید بندې شي چې دا د کرونا د انتقال سبب کېږي."

د کرونا مخنیوي په اړه د پوهاوي کمپاین

جلال اباد کې د روغتیا پالو یوه ډله خلکو ته د کرونا په اړه د سپارښتنو پاڼې ویشي.

دوی وايي دا کمپاین یې په ښار کې پیل کړی او هڅه کوي چې ولسوالیو ته یې وغځوي.

په پاڼو کې د کرونا مخنیوي او نورو ته د انتقال احتیاطي تدابیرو په اړه ویل شوي، هره ګړۍ په صابون د لاسونو وینځل، په لاس ستړي مه شي نه کول، د ماسک تړل او نورې ضروري خبرې پکې لیکل شوي دي.

ډاکټران وايي دا پاڼې په خلکو ددې لپاره ویشي چې د کرونا پر خطر خپلې کورنۍ او ملګري خبر کړي.

هغه وايي په ښار او ولسوالیو کې یې لویې غونډې لا وړاندې بندې کړې وې.

په ګاونډ لغمان او کونړ کې هم د کرونا مخنیوي په خاطر خلکو ته د پوهاوي کمپاینونه پیل شوې دي او له خلکو غوښتل شوي چې که ډېر شروري کار یې نه وي نو خلک دې له کورونو نه راوځي.

کرونا چې نړیوال افت بلل شوې افغانستان کې ۴۲ کسان پرې اخته شوي او یو کس یې مړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG