د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د کرونا د مخنیوي لپاره یو شمېر بندیان ازادوي


د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو په موخه یو شمیر بندیان او توقیف شوي کسان خوشې کیږي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په ارګ کې د مارچ ۲۲ (وري ۳) غونډه کې د هغو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې نهايي نه دي، بحث او خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د دغو بندیانو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیول شي.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د دغو بندیانو شمېر څومره دي‌ او په دوی کې څه ډول بندیان او توقیف شوي کسان شامل دي.

افغان حکومت داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د کرونا ویروس له کبله یو کس په بلخ کې مړ شوی او شاوخوا ۳۴ نور کسان پرې اخته دي شوي.

تیره ورځ هم د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د کابینې په غونډه کې په دې اړه بحث شوی وه.

د افغانستان کابینې د شنبې په ورځ په خپله لومړنۍ غونډه کې پریکړه وکړه چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ورځني کار موده دې پنځه ساعتونو ته راټیټه شي.

د افغانستان د جمهور رئیس لوړپوړي سلاکار وحید عمر، د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) خبریالانو ته وویل چې دغه پریکړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د طرزالعمل له مخې شوې ده.

خو هغه کارکوونکي چې د لاس لیک کولو صلاحیت لري په ادارو کې یې شتون اړین دی.

XS
SM
MD
LG