د لاس رسي وړ اتصالات

پوځیان یواځې د ترهگرو ملاتړي نه، پخپله ترهگر دي -پښتین


د پښتون ژغورنې د تحریک مشر منظور پښتین د پنج شنبې په ورځ په یوې نوي فیس بک لایئو ویډیو کې د کراچۍ د احتجاجي غونډې نه مخکې د مشکلاتو په اړه خبرې کړي.

منظور پښتین په یوې نوي وینا کې د پاکستان په پوځ او پولیسو سخت انتقاد ته دوام ورکړیدی او یو ځلې بیا یې په هغوي تور لگولی چې طالبان روزي او استعمالوي یې.

منظور پښتین په دغه وډیو کې د کراچۍ د امنیت ساتونکو رینجرانو یعني د پوځیانو د روېې په اړه په تفصیل خبرې کړيدي. هغه وویل چې مونږ چې دا وایو چې د ترهگرۍ شاته پوځ دی، مونږ ته پکار ده چې ووایو چې دوي پخپله ترهگر دي. هغه وویل " په کراچۍ کې هغه رینجرز چې وسله ورسره وه، د خلکو نه یې پیسې، موبایلونه اخیستي، خلک یې وهلي ټکولي دي. دا ترهگري نه ده نو څه دي؟"

منظور پښتین وویل، "زمونږ د ملگرو سره دا ډول چلند وشو لکه د قاتلانو سره چې کیږي، دوي ونیول شو، په دوي تشدد وشو، زمونږ ملگری وهل ټکل شویدي."

ښاغلي پښتین د هغو ملگرو خبره وکړه چې د پاکستان پوځ نیولي و او تشدد یې پرې کړی و، هغه وویل "دغه پوځیان ( رینجرز) چې په خپله بی تعلیمه دي، هغوي زمونږ په هغو ملگرو چې لوړې زدهکړې یې کړیدي، تشدد کړیدی."

هغه وویل چې ملگري یې پدی وجه ونیول شول چې د خپلو خویاندو، میاندو د اوښکو او ارمانونو پوښتنه کوي. هغه زیاته کړه ځکه دوي نه غواړي چې پښتانه د خپلې خاورې حساب وغواړي. "دوي یواځې هغه پښتانه قبلوي، کوم چې د پوځ بوټان څټي. چې کوم د پوځ غلامي کوي. هر هغه کس چې د پوځ غلامي نه کوي، هغه دوي نه مني."

منظور پښتین وویل چې مونږ کلکی ارادی لرو، یو ځل چې مو د کوم ځاې د جلسې اعلان وکړ نو هلته مو کړیده.

منظور پښتین په خپله وینا کې د میر علي د احتجاجي غونډې په اړه وویل چې ملگري یې میر علي ته رسیدلي دي او هغه به هم هلته لاړ شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG