د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچۍ پولیسو د پښتون تحریک ځینې مشران په ترهگرۍ تورن کړي


د کراچۍ پولیس وایي د پښتون تحریک غړو د دغه ښار په مختلفو سیمو کې د خپلو ملاتړو سره ملاقاتونه کړي او په پوځ یې تورونه لگولي

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې د ځینو مشرانو چې پکې محسن داوړ او علي وزیر شامل دي، د ترهگرۍ د دعوی په شمول دری دعوې کړیدي. د کراچۍ پولیسو د غورځنگ ځینې مشران د مختلفو سیمو نه نیولې هم دي.

د پښتون تحریک مخکښ مشران منظور پښیتن، محسن داوړ او علي وزیر د نورو ملگرو سره دا وخت په کراچۍ کې دي او د شنبې د ورځې د احتجاجي ناستې تیارې کوي.

ښاغلي محسن داوړ دغه خبر په خپل ټویټر باندې خپور کړ چې د سند صوبې پولیسو د هغه او د علي وزیر او د نورو ملگرو په ضد د کراچۍ په مختلفو سیمو کې د ملاقاتونو له کبله دری دعوې کړیدي.

د کراجۍ پولیس وایي چې د پښتون تحریک د مشر منظور پښتین په وینا د ١٠٠ نه واخله تر ١٥٠ کسانو یوه غونډه کړیده او په دغه غونډه کې یې د گډون کونکو نه وغوښتل چې هغوي د ١٣ می احتجاج د کامیابۍ لپاره کار وکړي. پولیس وایي چې دغه ډول غونډې ترهگري ده.

پولیس دا هم وایي چې د تحریک غړو په پوځ جدي تورونه لگولي دي او تور لگوي چې په قبایلي سیمو کې جعلي یا د دروغو عملیات کیږي او بیگناه خلک پکې وژل کیږي.

د پښتون تحریک دغه احتجاجونه د دریو میاشتو راهیسې دوام لري او د دی نه مخکې یې په پیښور، اسلام اباد، لاهور، سوات، بنو، میرعلي او نورو سیمو کې احتجاجي غونډې کړیدي.

د پښتون ژغورنې تحریک مشران په پرله پسې توگه وایي چې احتجاج یې سوله ایز دی، د پښتنو سره د تشدد په ضد او د قانوني حقونو لپاره احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG