د لاس رسي وړ اتصالات

د برېتانیا مشاعره: نړۍ دې افغان کډوالو ته ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍پام واړوي


د برېتانیا په لوټن ښار کې د عوامي نیشنل ګوند په بلنه د یوه نامتو لیکوال پروفیسر نورالامین په ویاړ مشاعره کې شاعرانو او ویناوالو پښتنو افغانانو ته ورپېښې ستونزې په ګوته کړې.

ځینو ویناوالو ویل چې د دې ستونزو هواری یوازې او یوازې د سیاسي شعور په عام کولو سره راتلای شي.

د مشاعرې پیل د پښتو د یوه وتلي شاعر رحمت شاه ساحل په دې شعر سره وشو: "میندې لېونۍ دې نادانې دي، چې کېنې نورو وطنونو ته زلمي لویوي".

رحمت شاه ساحل په دغه شعر کې د پښتنو افغانانو ژوند تر ډېره سم انځور کړی دی ځکه چې دغه ولسونه اوس ښايي د نړۍ په هر ګوټ ته رسېدلي وي.

د دې د سر سر سبب په خپل وطن کې له تېرو څه نا څه پینځنیمو لسیزو راهیسې پرله پسې جګړې دي او دوی یې نه یوازې په کور دننه بلکې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ګڼو نورو هېوادونو ته وکوچول.

د عوامي نیشنل ګوند د برېتانیا سکرېټر زاهد خان مومند نه یوازې دا چې د غونډې کوربه وو، بلکې هغه د شاعرۍ د سټېج چارې هم پرمخ وړلې.

نوموړي وویل: "وطن مو وران شو، ځکه دلته راغلي یو، دا ښه خبره ده چې پښتانه راغونډېږي. او د دې لویه وجه پښتو ژبه ده، ترڅو چې مو ژبه ژوندۍ وي موږ به ژوندي یو، که مو ژبه مړه شوه نو موږ به بیا یو بل نه پېژنو."

په غونډه کې ځینې وړاندیزونه وشول چې په افغانستان کې دې د طالبانو رژیم نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي. دوی د پاکستان له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه دې بیرته واخلي او له هغوی سره دې انساني چلند وکړل شي.

د عوامي نیشنل ګوند د برېتانیا مشر محفوظ جان وویل، چې پښتانه باید اوسنیو حالاتو ته په کتو خپل سیاسي ادراک وکړي او مخ پروړاندې ولاړ شي.

د هغه په وینا پښتنو ته دا مهال ډېرې لویې ستونزې ورپېښې دي او د دې لپاره ملتپالو ګوندونو ته پکار ده چې پر ځینو مشترکو نقاطو سیاسي اتحاد یا ایتلاف جوړ کړي.

برېتانیا کې ښايي د نورې اروپا په پرتله پښتانه افغانان په لوی شمېر کې اوسې خو دلته د دوی سیاسي او ټولنیزې غونډې هومره نه ترسترګو کېږي.

خال خال یوه غونډه وي او په هغه کې هم د ښځو ګډون په کې بېخي کم وي.

د غونډې ځینو ګډونوالو وویل پکار ده چې په اینده کې په دغسې غونډو کې ګډونوال د خپلو مېرمنو، خویندو او لوڼو سره یوځای برخه واخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فلک ناز خان هم په له پاکستانه د افغان کډوالو شړل یو غیرانساني عمل وباله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کوله چې دې انساني ناورین ته دې پام واړوي.

د برېتانیا په لوټن ښار کې د غونډې مشر مېلمه پروفیسر نورالامین یوسفزي په خپله وینا کې د ټولو شاعرانو ستاینه وکړه، چې انقلابي، رومانوي، ټولنیز او سیاسي شعرونه یې واورل.

هغه وویل، رومانوي شاعري ټولنه نرموي او مهذب کوي یې. ملتونو ته د قامي شاعرۍ هم ضرورت وي او د انقلابي شاعرۍ هم.

اېلیا اهنبرګ وايي:" دا ضروري نه ده چې یو شاعردې تر راتلونکو زرو کالو لپاره ولیکي، هغه دې د یوې لحظې لپاره ولیکي او چې په دا لحظه کې د هغه د قام ژوند بدلېږي او دی پکې خپله برخه واخلي."

نورالامین یوسفزي وویل چې شاعري د احساساتو او جذبو ترجماني‌ ده، او په دغه جذبو او احساساتو کې د مینې جذبات افاقي دي.

د مشاعرې دې محفل ته اسد دانش، شاهسوار سنګروال، ضیاءالدین یوسفزي، تورپېکې، عربزېب، ډاکټر خسرو سنګروال او یوشمېر نورو شاعرانو خپل شعرونه وارول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG