د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه

ټاکل شوې نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د یادې جرګې تنظیمونکي وايي، چې د جرګې تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه چمتووالی نیول شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي غني د جرګې ګډونوالو ته وینا کې وویل زه چمتو چې ستاسو اوږدې خبرې واورم، چې :بیا د هماغه خبرو په اساس د خپل حکومت نبض عیار کړم.

غني: د ښځو او ځوانانو ګډون جرګه نوره هم مهمه کړه

ولسمشر غني وویل، چې د ۳۰ سلنو ښځو او ځوانانو پراخ ګډون د سولې مشورتي لویه جرګه نوره هم مهمه کړي او تر نورو جرګې یې متفاوته وکړه.

ښاغلي غني همدارنګه وویل، چې مشوره ورته یو مهم اصل دی او په ټولو ملي مسایلو کې تل مشوره کړې چې د نوموړي په وینا نن یې په عمل کې ثابته کړه چې دغه اصل ته احترام لري.

غني دا هم وویل، چې د ملي یووالي حکومت په وروستیو دوو کالونو کې سوله په یوه ملي بحث بدله کړه، خو دا بحث زموږ د خلکو په منځ کې منسجم شوی نه دی.

غني مشورتي لویې جرګې ته وینا پرمهال
غني مشورتي لویې جرګې ته وینا پرمهال

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG