د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه

ټاکل شوې نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د یادې جرګې تنظیمونکي وايي، چې د جرګې تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه چمتووالی نیول شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته په وینا کې: نن زه د لویې جرګې په دې تالار کې یو نوی افغانستان وینم، ځوان رهبران، ښځې او د ټولنې معزز دیني علما او سپین ږیري وینم.

دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې د ټول افغانستان څخه د ولس درې زره استازي د یو با عزته چتر لاندې طالبانو سره د مذاکراتو د حدودو او چوکاټ ټاکلو په خاطر سره راټول شوي دي.

نن د ټول ملت سترګې د سولې دغې عظیمې مشورتي جرې ته دي.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته وینا کې: په دغه ځای کې موږ ۱۸ کاله پخوا د خپلو استازو له لارې په اضطراري لویه جرګه کې د نوي افغانستان د نوي مسیر بنسټ کېښود، لکه تاسې چې نن دلته تشریف لرئ، هغوی هم په ډېر شوق، مینې او محبت سره نړۍ ته د یو متحد او یو موټي افغانستان پیغام ورکړ.

لویه جرګه
لویه جرګه

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته وینا کې وویل، د دې لپار چې له طالبانو سره د مذاکراتو یو چارچوب او حدود وټاکل شي، سوله تعریف شي او سولې ته د رسېدو پر لارو چارو بحث وشي او نظرونه شریک شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې تګلاره او مذاکرات تکمیل کړي او هڅه به وکړي چې له ټولو دولتي امکاناتو څخه یاد هدف ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې، د لویې جرګه تر ټولو کوچني لاسته راوړنه به داوي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ۳ زره تنه یو له بل سره اشنا کېږي.

هغه همدارنګه وویل، چې یاد کار د دولت د او ملت د پایو د قوي کولو لپاره ډېر مهم ګام دی.

ولسمشر غني مشورتي لویې جرګې ته وینا کې
ولسمشر غني مشورتي لویې جرګې ته وینا کې

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG