د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه

ټاکل شوې نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د یادې جرګې تنظیمونکي وايي، چې د جرګې تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه چمتووالی نیول شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی:

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، یوه خاوره، یو تاریخ، یو دین، یوه ژبه یو فرهنګ، یو درد او سلګونه نور ګډ مشترکات لري.

نوموړي زیاته کړه چې یاد مشترکات د دې لامل شوي چې جرګې ته بلل شوي کسان د نابلدتیا احساس نه کوي.

د جګړې بیه بېوزله پرې کوي

ولسمشر غني همدارنګه وویل، چې په افغاستان کې د روانې جګړې لویه بیه د افغانستان بېوزله ولس پرې کوي نه سیاسي کسان.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې مشورتي لویې جرګې ته د کمپاین لپاره نه دی راغلی بلکې د لویې جرګې لویې ته احترام کوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې افغان حکومت به د مذاکراتو سیاست او تفاهم په لویه جرګه کې د ټولو شوو ۳زره تنو د خبرو او مشورو له‌مخې ترتیب او تشکیل کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د خلکو د اواز څرګندونه کوي،چې د نوموړي په ینا له خلکو سره له مشورې پرته هېڅ پرېکړه نتیجه نه ورکوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG