د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرانیستل شوه

ټاکل شوې نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه نن دوشنبه د «اپرېل پر۲۹مه» د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د یادې جرګې تنظیمونکي وايي، چې د جرګې تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه چمتووالی نیول شوی دی.

د مشورتي لویې جرګې د کمېسیون مشر محمد عمر داودزی د جرګې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، چې په دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنه ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده جرګه کې د افغان حکومت د وزیرانو، والیانو، معینیانو او قاضي القضات په ګډون ۳۰۰ تنه د مېلمنو په توګه ګډون کړی چې یاد کسان به یوازې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستلو او پای ته رسېدو په مراسمو کې ګډون ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د ولایتي شوراګانو استازو د یادې جرګې د غړو په توګه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د پرانیستلو تر مراسمو وروسته به د جرګې ګډونوال په ۵۱ کمېټو کې د سولې په اړه خپل بحثونه پيل کړي چې یوه نیمه ورځ به دوام وکړي.

د داودزي د معلوماتو له‌مخې هره کمېټه به ۸۱ تنه غړي ولري.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د ټولو ولایتونو استازو ګډون کړی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له‌مخې په دغه جرګه کې مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

په دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې په مناسبت په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه
د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه

د سولې ګټونکی افغان ملت دی

ولسمشر غني همدارنګه د جرګې ګډونوالو ته وینا کې وویل، چې سوله د نه د طالب او نه افغان حکومت بلکې سوله د افغان ملت ده.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه له تاوتریخوالې پرته بله لار نه چې باید مخه یې ونیول شي.

د جرګې د ګډونوالو خبرې نه سانسور کېږي

شاغلي غني پخپله وینا کې وویل، چې په جرګه کې د راټولو شوو کسانو دنده داده چې سوله تعریف کړي چې ایا طالبان سولې ته چمتو دي که یا.

هغه د جرګې ګډونوالو ته په وینا کې وویل:تاسو به هیڅوک هم سانسور نه کړي. هیڅوک او هیڅ قدرت د دې واک نه لري چې تاسې سانسور کړي.

نوموړي د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل زړه خبره وکړي: په زغرده یې وکړئ. زموږ شرطونه به ستاسو شرطونه وي. خپلې کرکې او بغض ختم کړئ. موږ څه وکړو او څه غوښتنې لری، بې پردې بې سانسوره او په ډاګه یې ووایئ. د خپلو خبرو د لنډولو فکر مه کوی.

عبدالرب رسول سیاف د مشورتي لویې جرګې مشر وټاکل شو

افغان ولسمشر محمدم اشرف غني پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د مشورتي لویې جرګې د مشر په توګه وټاکه.

سوله حتماً راتلونکې ده

په داسې حال کې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو سیاسیونو د سولې له مشورتي لویې جرګې سره بایکاټ کړی، ښاغلي سیاف وویل، چې هغوی د سولې مخالف نه دي.

هغه همدارنګه وویل، چې سوله حتماً راتلونکې ده او زیاته یې کړه چې د ملت د دې ارادې په مقابل کې څوک نشي درېدای.

نوموړي له ټولو کسانو وغوښتل چې د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ غونډه کې ګډون وکړي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG