د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو پر وړاندې غبرګونونه


د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې وخت کې نن دوشنبه د ( ثور ۹) پرانیستل شوه چې د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ۱۳ کاندیدانو او یو شمیر سیاسي حزبونو پکې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې ددغه شان غونډو جوړیدو له لارې د افغانستان ټول خلک د سولې په بهیر کې ونډه اخلي او زیاته کړې ده چې "افغانستان د جرګو وطن" دی.

د دغې جرګې له جوړیدو مخکې لا مخالفتونه وو، او لا زیات شوې دي.

د ملي وحدت د حکومت اجراییه ریاست وايي چې ددغې جرګې پایلې به ګټه و نه لري او زیاته کړې یې ده چې جمهوري ریاست باید د "بیت المال" پیسې په دغه شان غونډو و نه لګوي، دا جرګه یې نامشروع او غیر ضروري بللې ده.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي امریکا غږ ته ویلي "دا جرګه د یو مشخص جریان له لوري ده، موږ پخوا او نن هم ددغه شان جرګو څخه هیله نه لرو".

د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ۱۳ کاندیدان وايي چې دا جرګه د ټاکنیز کمپاین لپاره ده.

احمد ولي مسعود ، حکیم تورسن، شیدا محمد ابدالي، عنایت الله حفیظ، عبداللطیف پدرام، غلام فاروق نجرابي ، نورالحق علومي، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، محمد ابراهیم الوکوزی او نورالرحمان لیوال له جرګې سره پریکون کړی دی.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې مشورتي لویه جرګه دې وځنډول شي، چې د هغه په وینا "د سولې د بهیر د احتمالي پڅ کیدو" مخه ونیول شي.

طالبانو هم ویلي چې مشورتي لویه جرګه د دولت دسیسه ده او ورسره یې پریکون اعلان کړی. دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا نمایشي هڅې دي.

خو له دې ټولو سره سره افغان حکومت وايي چې دا جرګه د سولې لپاره د ټولنې د بیلابیلو برخو خلکو سره د مشورې لپاره جوړه شوې ده او په جرګې کې د یو شمیر کسانو نه ګډون د جرګې مشروعیت ته هیڅ زیان نه رسوي.

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف د جرګې پریکون کوونکو ته بلنه ورکړې چې د جرګې په پای کې دې راشي او خپل نظرونه دې شریک کړي.

نړیوال غبرګونونه

په افغانستان کې مشورتي لویې جرګې پروړاندې د مخالفتونو سره سره یو شمیر نړیوالو بنسټونو دا جرګه مثبت ګام بللی دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی په خپل ټویټر پاڼه ددغې جرګې غړو ته د بریالیتوب هیله ښودلې ده.

همدا شان په افغانستان کې اروپايي اتحادیه وايي "د خلکو ترمنځ بحثونه د سولې له بهیر سره مرسته کوي، په کابل کې په مشورتي لویې جرګې کې د پام وړ شمیر استازو ګډون کړی چې اروپايي اتحادیه دغه ډول فعالیتونه هڅوي".

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما د جرګې د جوړیدو په هکله لا څه ویلي نه دي.

په افغانستان کې د امریکا په ګډون د بهرنیو هیوادونو میشت سفارت خونو هم تراوسه څه ویلي نه دي.

XS
SM
MD
LG