د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت معلولو غړو د هرات نه کابل ته پلي مزل پیل کړ


د سولې ولسي حرکت دغو ۲۰ تنو سوله غوښتنکو چې ۱۹ کسان یې معلول دي خپل حرکت نن سه شنبه (د زمري ۱۶) له هرات ښار نه د افغانستان د پلازمېنې کابل په لور پیل کړ.

د سولي ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ ته وویل: "د سولې حرکت دغه غړي هغه کسان دي چې د خپل بدن غړي یې د روان جنګ په اوږدو کې له لاسه ورکړي دي. دوي به یا په ویلچر یا په پښو کابل ته ځان رارسوي".

له بلې خوا د سولې ولسي حرکت ځینې نورو غړو بیا په بادغیس او هرات ولایتونو کې د سولې غوښتنې لپاره خېمې درولي.

ددې حرکت ویاند وايي د دوي حرکت ورځ تر بلې پراخیږي او په نږدې راتلونکي کې به ګن شمېر ولایاتو کې د سولې غوښتنې خیمې ودرول شي.

یاد حرکت د هلمندي ځوانانو په نوښت رامنځ ته شو چې د هلمند نه د نږدې ۴۰ شپو او د ۷۰۰ کیلو متره پلي مزل وروسته کابل ته ورسېدل او په کابل کې یې د بیلابیلو سفارتونو او نړیوالو بنسټونو د دفترونو مخ ته پرلتونه وکړل.

د امریکا غږ رپوټ پر بنسټ‌ د دغه حرکت هغه غړي چې په کابل کې دي د اګست په ۱۰ د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته خپل حرکت په لوڅو پښو پیلوي.

د سولې ولسي حرکت اکثره غړي ځوانان دي او ګڼو نورو ځوانانو هم په رسنیو کې ترې ملاتړ کړی دی. دغه حرکت ورځ تر بلې پراخېږي.

د کارپوهانو په اند په افغانستان کې دا ډول سوله غوښتونکی حرکت بې بدیله دی او افغانان یې هیله مند کړي څو د سولې په راوستلو کې لویه مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG