د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ تلویزونو ته: یوازې زموږ تاید شويو مبصرینو سره مرکې وکړئ


د پاکستان پوځ تلویزونونو ته: یوازې زموږ تاید شويو مبصرین سره خبرې وکړئ
د پاکستان پوځ تلویزونونو ته: یوازې زموږ تاید شويو مبصرین سره خبرې وکړئ

په پاکستان کې د مطبوعاتو د څارنې ادارې (PEMRA) د دغه ملک ټي وي چینلونو ته امر کړیدی چې د دفاعي چارو یواځې هغه مبصرین د خبرو اترو په پروگرامونو کې راوبولي چې د پاکستان د پوځ ویاند ورته اجازه ورکړې وي.

په پاکستان کې د عمران خان د حکومت د پیلیدو نه وروسته په رسنیو ډول ډول محدودیتونه لگول شویدي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د عمران خان د حکومت په لمړیو ورځو کې د رسنیو نه غوښتي و چې یواځې مثبت خبرونه دې خپروي.

د مطبوعاتو د څار ادارې په اعلامیې کې لیکل شویدي چې په تیره څه موده کې د پاکستان مختلف چینلونه د پوځ پخواني چارواکي د دفاعي کارپوهانو په توگه د بحث لپاره خپلو پروگرامونو ته راغواړي او په دغو کسانو کې اکثر هغه کسان وي چې هغوي د دفاع په برخه کې زیات معلومات نه لري او دغه ډول د هغوي څرگندونې د ملک په سیاست اغیز کوي.

د پوځ د ویاند د دفتر اعلامیه وایي چې د پخواني پوځیانو د علم نه پرته په دغه موضوع بحث کول د ناخوښۍ وړ دي او وایي چې کله هم دغه کسان د بحث لپاره راغوښتل کیږي نو د هغوي د نوم سره دې د دفاعي چارو د کارپوه په ځای د چارو کارپوه ولیکل شي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه انعام الرحیم امریکاغږ ته وویل چې د پوځ د ویاند د دفتر نه د اجازې غوښتلو ته هیڅ ضرورت نشته ځکه دا د خپرونې په چلونکي پورې اړه لري چې هغوي خپرونو ته څوک راغواړي.

هغه وویل: "د کوم قانون په اساس د پاکستان د پوځ ویاند دغه خبره کړیده. د پوځ د ویاند کار دا دی چې د پوځ د ښه کارونو په اړه خپرونې وکړي او دا نه چې دا پریکړه وکړي چې کوم کس کارپوه دی."

هغه دا هم وویل چې پوځ دا واک نه لري چې پخوانیو پوځیانو ته د خبرو کولو اجازه ورکړي او یا نه.

په پاکستان کې اکثره خبریالانو د پاکستان د رسنیو د څار د ادارې په دغې پریکړې ناخوښي څرگنده کړیده.

خبریالې غریده فاروقي امریکاغږ ته وویل چې "خبریالان په یوې مسلې د بحث لپاره څوک ځکه راغواړي چې دا گڼي هغه په دغه موضوع بحث کولی شي. د عمران خان په حکومت کې دا ډول اقدامات د ناخوښۍ وړ دي. پکار ده نو دا ډول خبرې و نه شي او رسنۍ خپل کار ته پریښودل شي."

XS
SM
MD
LG