د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مخکنی مرستیال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له خپلې کاندیداتورۍ څخه تېر شو


د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ذونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس شنبه اکټوبر ۲۸(لړم۶) د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس په سر شو.

ښاغلي پنس چې د لاس ویګاس په ایالت کې یې د یهودي جمهوري غوښتونکي ائتلاف کلنۍ غونډې کې وینا کوله وویل چې تر ډیر غور او دعا وروسته یې د انتخاباتي مبارزو څخه د لاس اخیستو پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، " ښکاره شوه چې زما وخت ندی. مونږ تل پوهیدو چې مبارزه سخته ده خو زه پښیمان نه یم."

ویل کیږي چې په څو انتخاباتي مباحثو کې تر برخې اخیستو وروسته هغه ونشو کړی چې د خپلې انتخاباتې مبارزې لپاره په کافي اندازه پیسې او د ولس ملاتړ راجلب کړي.

مایک پنس پدې غونډې کې وویل، " له ډیرې دعا او غور کولو وروسته مې پریکړه وکړله چې سر له ننه د جمهوري ریاست لپاره خپله مبارزه وځنډوم."

مایک پنس د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره لومړنی جمهوري غوښتونکی کاندید دی چې د انتخاباتي مبارزو څخه پداسې حال کې لاس اخلی چې لا هم د نظر معلومولو په سرویګانو کې معلومیږي چې دونالډ ټرمپ د دې ګوند په کاندیدانو کې تر ټولو مخکې دی.

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې معمولاً د جمهور رئیس مرستیال په انتخاباتي مبارزو کې د جمهور رئیس لپاره تر ټولو مهم او خطرناک سیال بلل کیږي خو د ټرمپ د محبوبیت له کبله ښاغلي پنس ونشو کړی چې ډیر ملاتړ پیدا کاندي.

پنس د خپلې پریکړې پر وخت دا ونه ویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کوم کاندید ملاتړ کوي خو پخپلو ملګرو یې او هم ګوندو یې غږ وکړ چې د داسې کاندید ملاتړ وکړي چې نه یوازې د جمهوري ریاست انتخابات وګټي بلکې ملت مدنیت خوا ته رهبري کړي.

په یوې تازه نظر پوښتنې چې د اګست تر میاشتې شوې وه ۵۷ په سلو کې امریکایانو د پنس په هکله منفي نظر درلود او یوازې ۲۸ په سلو کې یې د هغه په هکله مثبت نظر درلود.

مایک پنس چې د انډیانا ایالت پخوانی والی او د کانګرس پخوانی غړی هم دی، په انتخاباتي مبارزو کې یې تل پدې ټینګار کاوه چې د کاري سابقي له کبله یې خلک په سمه توګه پیژني خو تر څنګ یې دا هم منله چې "ښه محبوبیت" نلري.

مایک پنس د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د امریکا د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماند کړ.

ښاغلی پنس د یو وفادار مرستیال په توګه څلور کاله په سپینه ماڼۍ کې له کوم جنجال پرته د ډونالډ ټرمپ تر څنګ تیر کړل.

خو هغه وخت د خپل جمهوري غوښتونکي مشر پر وړاندې ودرید چې د سنا د مجلس د رئیس په توګه یې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د نتیجو د ردولو لپاره د ټرمپ غوښتنه ونه منله او کانګرس پداسې حال کې چې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو له لورې محاصره و، په ټاکنو کې د دموکرات جوبایډن بریا تائید کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG