د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر پر دفاعي موضوعاتو د خبرو لپاره افریقایي هیوادونو ته تللی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د سومالیې د جمهور رئیس حسن شیخ محمود سره په جیبوتي کې وکتل.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د سومالیې د جمهور رئیس حسن شیخ محمود سره په جیبوتي کې وکتل.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن یکشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې ۲) د جیبوتي او سومالیا د جمهور رئیسانو سره وکتل او ټاکل شوې چې په همدې روانې اوونۍ کې به کینیا او انګولا ته هم ولاړ شي.

دا د افریقا لویې وچې ته د ښاغلي آسټن لومړی سفر دی او داسې مهال کیږي چې په سیمې کې د تشدد پیښې ډیرې شویدي.

د افریقا په لویې وچې کې د متحده ایالاتو تر ټولو ستره نظامي اډه په جیبوتي کې پرته ده چې د امریکا د دفاع وزیر وویل دا اډه په ټولې سیمې کې د سخت دریځۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت لپاره مهمه ده.

لیوډ آسټن وویل "دا د متحده ایالاتو لپاره ویاړ دی" چي د جیبوتي او افریقایي اتحادیې د ځواکونو سره په ګډه په ګاونډي هیواد سومالیې کې همکاري کوي.

په سومالیا کې د الشباب وسله وال چې د القاعده شبکې سره اړیکې لري، د څو کالونو راپدیخوا یې د سومالیې د حکومت پر ضد وسله وال بغاوت پیل کړی او غواړي چې په دیموکراتیکه توګه ټاکل شوی حکومت ړنګ او پر ځای یې شرعي نظام جوړ کړي.

متحده ایالات د الشباب ډله په نړۍ کې د القاعدې شبکې تر ټولو لویه او فعاله څانګه ګڼي. دغه ډله چې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې له القاعدې سره یو ځای شوه، پر امریکايي ځواکونو او متحدینو یې په بریدونو او په سیمه کې د هغوی امنیتي منابعو ته په ګواښ سره خپل هدف او وړتیا ثابته کړې ده.

سره لدې چې دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د پایتخت موګادیشو څخه شړل شوې خو لا هم د دې هیواد په نورو برخو کې د وژونکي قوې په توګه فعاله ده.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د افریقایي اتحادیې سوله ساتي ځواکونه وخت ناوخته په سومالیې کې د دې ډلې په مرکزونو هوایي بریدونه کوي او د مهار کولو کوښښ یې کوي.

د سوله ساتونکو ځواکونو تر څنګ متحده ایالاتو هم پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیا کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیا څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG