د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو د وسلو په سیسټمونو بریدونه کړي


د متحده ایالاتو ددفاع وزارت یکشنبه فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) ویلي چې په سرې بحیرې کې میشتو امریکایي ځواکونو په یمن کې دننه د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې پنځه هوایي بریدونه کړیدي.

پنټاګون ویلي چې دا هوایي بریدونه امریکایي ځواکونو د "خپل ځان څخه دفاع" په خاطر کړي چې د ځمکې او بحر د لارې د حوثیانو بریدونه شنډ کړي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بریدونه د متحده ایالاتو او متحدینو د هلو ځلو د لړۍ برخه ده چې هدف یې په سرې بحیرې کې په کښتیو د ایران له ملاتړ برخمنو یاغیانو د بریدونو مخه نیول دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې بریدونو کې یوه کښتۍ چې د اوبو لاندې د چلوونکي پرته ګرځیده په نښه شوې او دا لومړی ځل دی چې حوثیان د دې ډول کښتۍ څخه کار اخلي.

دې قوماندانۍ ویلي چې بل برید بیا پداسې یوې کښتۍ شوی چې د اوبو په سر د چلوونکي پرته ګرځیده. پوځ ویلي چې حوثیانو تر دې وړاندې د خپلو بریدونو لپاره د دې ډول کښتیو څخه کار نه اخیست. په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په نورو بریدونو کې د کښتیو ضد کروز توغندي په نښه شوي و.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې زیاته شوې چې د چلوونکو پرته دې کښتیو او د کښتیو ضد کروز توغندیو په سیمې کې د امریکا بحري ځواکونو او سوداګریزو کښتیو ته خطر پیښاوه او په همدې خاطر په نښه شوي. پوځ ویلي د بریدونو هدف د نړیوالو اوبو خوندیتوب و.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان، د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا او د حدیده بندر په ګډون د یمن پر ډېرو برخو کنټرول لري.

حوثي یاغیانو په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې په سور سمندرګي کې د عدن په خلیج او باب المندب په تنګې کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو تجارتي کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی دی.

دغو یاغیانو ګواښ کړی تر هغه چې د حماس پر ضد د اسرائیل عملیات نه وي دریدلي د کښتیو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG