د لاس رسي وړ اتصالات

هیواد نه د وتلو هڅې؛ کابل کې د سفارتونو مخ ته لا هم ګڼه ګوڼه ده


له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د تللو په نیټ په کابل کې د یو شمیر بهرنیو سفارتونو مخې ته د خلکو د راټولیدو لړۍ نن پنجشنبه د اګست ۱۹ هم روانه ده.

په سلګونه کسان د کاناډا، جرمني او فرانسې سفارتونو مخې ته راغونډ شوي او غواړي‌ چې دغو هیوادونو ته د تګ فرصت ترلاسه کړي.

یو شمیر دغو کسانو امریکا غږ ته وویل چې هغوی د څو ورځو راهیسې د زنبق په څلور لارې کې په دې تمه ناست دي چې که چیرې بهرني سفارتونه یې د مهاجرو په توګه ومني.

د بلخ ولایت یوه اوسیدونکي رضوان الله امریکا غږ ته وویل، کاناډا د ۲۰ زرو افغانانو د منلو اعلان کړی او دی هم په همدې نیت راغلي څو نوم لیکنه وکړي خو د ساعتونو انتظار سره سره د سفارت کوم دیپلومات ورسره ندي کتلي.

کابل کې د بهرنیو سفارتونو مخ ته ګڼه ګوڼه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

کابل کې د کاناډا او بریټانیا سفارتونه د فرانسې او جرمني سفارتونو سره په ډیره لنډه فاصله کې موقعیت لري.

که څه هم د کاناډا او بریټانیا سفارتونو مخ ته ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه خو د فرانسې او جرمني سفارتونو مخ ته بیا ګڼه ګوڼه د تیرې ورځې پرتله ډیره کمه وه.

فرانسې سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې خپل سفارت يی د حامد کرزي نړیوال هوايي ډکر ته لیږدوالی دی.

ویل کیږي چې طالب وسله والو د کاناډا او بریټانیا سفارتونو مخ ته د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې هم کړي دي.

د دغو سفارتونو سربیره د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر بهر نن په څلورمه ورځ هم په سلګونو کسان هوايي ډګر ته د ننوتلو په انتظار کې ناست وو. خو د خلکو ګڼه ګوڼه د تیرو ورځو پرتله کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او د افغان همکارانو د انتقال لپاره هڅې ډیرې کړي دي.

امریکایي چارواکو تازه ویلي‌ دي‌ چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې یې ۶ زره تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG