د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د یو کاندید پلویانو فیض اباد ته غځېدلې لارې تړلي


له بدخشان ولایت څخه ولسي جرګې ته د یو ناکام کاندید پلویانو د بدخشان مرکز فیض اباد ته ټولې غځېدلې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، صفر محمد مبارز چې په معاون صفر مشهور دی د انتخاباتو کمېسیون لخوا د دغه ولایت د بریالیو نوماندانو په اعلان شوي لومړني لېست کې یې د نوم د نشتوالي په غبرګون کې پلویانو فیض اباد ته پر غځېدلو لارو لوی کانټېنر ايښي دي.

د بدخشان والي‌ احمد فیصل بیګزاد د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د هغه یو شمېر پلویانو چې غیر مسؤل وسله وال دي د کشم - فیض اباد لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد
د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد

نوموړي زیاته کړه: "معاون صفر محمد مبارز د ولسي جرګې په انتخاباتو کې بریالی نه شو او د دې امله چې د هغه رای ضایع شوي، له خپلو پلویانو سره چې غیر مسؤل وسله وال دي، او د عبدالرحمان او شاولي په نوم کسان چې قاچاقبران دي او پولیس یې د نیولو په لټه دي د خلکو پر مخ لارې بندې کړي دي، د بدخشان ۲۸ اداري واحدونه پر دغه لار تګ راتګ کوي، خلکو ته یې جدي اقتصادي مشکلات پېښ کړي دي، خو که (لارې) خلاصې نشي موږ له بلې لارې کار اخلو."

نوموړي ونه ویل چې ددې لارې د خلاصولو لپاره به له کومو لارو چارو کار واخلي.

د معلوماتو له‌مخې صفر محمد مبارز د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ۳۸۰۰ رای وړي چې اوس ادعا کوي رای ضایع شوي دي.

تر دامهاله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د بدخشان پولیس چارواکي وايي چې مرکز فیض اباد ته د غځېدلو تړل شویو لارو د خلاصولو هڅې پیل کړي دي.

فیض اباد ښار ته داخلېدونکې لار
فیض اباد ښار ته داخلېدونکې لار

​د بدخشان د پولیسو ویاند سناء الله روحاني امریکا غږ ته وویل: "​نن شپه ۱۲ بجې فیض اباد ته غځېدلې لارې تړل شوي، قوماندانۍ پلاوی استولی، کیداشي تر ۱۲ بجو خلاصې شي، په دغه سیمه کې بلوڅان دي، په مجوع کې د بدخشان ټولې ولسوالۍ له دغه لارې څخه تېرېږي، د خلاصولو لپاره یې هڅې کوو."​

خپله صفر محمد مبارز په دې اړه چې پلویانو یې لارې تړلې په اړه یې خبرو ته حاضر نه شوو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره شپه د بدخشان په ګډون د څو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG