د لاس رسي وړ اتصالات

خواجه اصف: افغانانو ته خواست کوم بیرته خپل وطن ته لاړ شئ


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې افغانستان او نړیوالنه ټولنه دې د هغو افغانانو د بیرته خپل وطن ته د تگ لپاره اقدامات وکړي چې د تیرو څو لسیزو نه په پاکستان کې مهاجر دي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف یو شخصي ټلویژون جیو ته په افغانستان کې د وروستیو ترهگریزو بریدونو په اړه وویل چې د ترهگرۍ د مسلې د حل لپاره د دواړو ملکونو ترمنځ همکاري اړینه ده.

پاکستاني چارواکي وایي چې ترهگر په پاکستان کې د افغان مهاجرینو په کمپونو کې پټنځایونه لري او غواړي چې افغانستان دې د مهاجرینو د بیرته تگ لپاره اقدامات وکړي.

خواجه اصف وویل چې د افغانستان حکومت باید د سرحد امنیت هم ټینگ کړي چې ترهگر په ازادانه توگه د فعالیتونو نه منع شي. هغه زیاته کړه چې که د گډې پلې امنیت ټینگ شي نو دا به د دواړو ملکونو لپاره ښه وي.

په افغانستان کې په تیرو څو اونیو کې په خونړیو حملو کې په سلگونو ملکیان وژل شویدي. د افغانستان حکومت تور لگوي چې طالبان او د حقاني شبکې غړو په پاکستان کې دغه حملې پلان کړیدي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

ښاغلي اصف وویل چې افغانستان ورته پوره شواهد نه دې ورکړي او وې ویل چې دواړو ملکونو ته پکار ده چې د ترهگرۍ ضد همکاري زیاته کړي. هغه وویل "که پاکستان او افغانستان دواړه همکاري و نه کړي، دا مسله جدي ونه گڼي نو د ترهگرۍ دا عذاب به دوام ولري".

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي هم د بلومبرگ سره په یوې مرکې کې ویلي دي چې پاکستان دیته حاضر دی چې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د خبرو لپاره کوښښ وکړي.

XS
SM
MD
LG