د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پاکستان کې د افغان کډوالو نصاب ستونزه نلري


پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د تعلیمي نصاب په ځینو برخو اندېښنه ښودلې ده
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د تعلیمي نصاب په ځینو برخو اندېښنه ښودلې ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښونځیو په نصاب کې بدلون نه دی راغلی.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د افغانستان رسمي روزنیز نصاب تدریسیږي خو په ځینو نورو کمپونو کې بیا د پاکستان روزنیز نصاب هم شته.

په دې وروستیو کې پاکستان د دغه روزنیز نصاب په ځینو برخو اندېښنه ښودلې ده. د امریکا غږ د ډیوې څانګه وايي د خیبرپښتونخوا حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ویلي چې د افغان کډوالو د لومړنیو ښونځیو (۱-۶ ټولګیو) په کتابونو کې د اندېښنې وړ ځیني مسایل تدریسیږي.

پاکستان وايي د افغان کډوالو په روزنیز نصاب کې د "کتاب په هره پاڼه کې د افغانستان ملي بیرغ دی، هند د افغانستان ملګری هېواد ښودل شوی، ډیورېنډ سرحد نه، بلکې یوه کرښه یاده شوې او د ګلګت بالتیستان او د کشمیر لانجمنې سیمې د هند برخې ګڼل شوي دي".

پاکستاني چارواکي وایي چې د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په روزنیز نصاب کې د بدلون په اړه له پاکستان سره مشوره نه ده کړې. خو د کډوالو سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې معمولآ د افغان مهاجرینو د ښوونځیو په نصاب کې د هر بدلون په اړه د پاکستان حکومت ته خبر ورکوي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي داسې کتابونه یې نه دي وېشلي او نه به یې ووېشي چې انتقادي مسایل په کې وي. ملګري ملتونه د افغان کډوالو د تعلیمي نصاب د برابرولو لګښت په غاړه لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی په بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د افغانستان د تعلیمي له مخې درس ورکوي.

نوموړي وویل "افغانان په پاکستان کې د یو مجبوریت له مخې اوسیږي او موقت اوسیږي او یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته ستنیږي. موږ یي ماشومانو ته د افغانستان نصاب تدریسوو چې له ماشومتوب نه د خپل هېواد او ټولنې سره اشنا شي".

هغه وايي په هند، ایران، تاجکستان او دوبۍ کې هم د افغان کډوالو سلګونه ښوونځي شته چې د افغانستان د پوهنې وزارت ورته درسي مواد ورکوي.

دا مهال په پاکستان کې ۲.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۴میلیون یې ثبت او راجستر دي. څه موده مخکې پاکستان دغو ټولو کډوالو ته وویل چې خپل هېواد ته ستانه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG