د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ کې د امریکا د هوايي دفاع اډه پرانیستل شوه


په پولنډ کې د امریکا د میزایلو د دفاع سیستم
په پولنډ کې د امریکا د میزایلو د دفاع سیستم

متحده ایالاتو له اوږده ځنډ وروسته چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) په پولنډ کې د هوايي دفاع نوې اډه پرانیستله.

د روسیې د سرحد په ۲۳۰ کیلومترۍ کې د "رجکووو" اډې د جولای په میاشت کې فعالیت پیل کړی و، خو د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول پرانیستل شوه. دا اډه چې د منځني ختیځ څخه د متوجه خطرونو د دفع کولو لپاره په پام کې نیول شوې وه، اوس د روسیې د ګواښ په وړاندې کارول کیږي.

د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وویل، ددې اډې پرانیستل په داسې حال کې د ناټو د غړي هېواد په توګه د پولنډ د امنیت د ډاډمنتیا نښه ده چې روسیې پر ګونډي اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی.

دودا وویل: "متحده ایالات د پولنډ د امنیت ضمانت کوونکي دي،" او په دغه اډه کې یې د امریکايي ځواکونو دایمي موجودیت ښيي چې پولنډ، چې تر ۱۹۸۹ کال پورې کمونیست هېواد وو، "نور د روسیې تر نفوذ لاندې ندی."

دا اډه داسې مهال پرانیستل شوې چې د ناټو یو شمېر غړي په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له برې وروسته د نوموړي د هغه خبرداري په اړه اندېښمن دي چې ویلي یې وو له هغو هېوادونو دفاع نه کوي چې پر خپلو دفاعي چارو کافي پیسې نه لګوي.

خو د پولنډ محافظه کار ولسمشر چې له ټرمپ سره یې په ژورو اړیکو ټینګار کړی، ویلي چې په دې اړه اندېښنه نلري ځکه چې هېواد یې د خپل اقتصاد په تناسب، په دفاعي چارو باندې د ناټو له ټولو غړو زیات لګښت کوي.

په پولنډ کې د رجکووو امریکايي اډه د ناټو د سرحدونو د هوايي دفاع برخه ده چې د ناټو د مقاماتو په خبره، د لنډ او منځني واټن د توغندیو مخنیوی کولی شي.

مسکو په ۲۰۰۷ کې چې ددې اډې د پرانیستلو پلان جوړېده، دا د خپل امنیت لپاره خطر بللی و. خو ناټو ویلي چې دا اډه یوازې له ځان څخه د دفاع لپاره کارول کیږي.

پوځي سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي چې ددې اډې د رادار سیستم دا مهال یوازې له منځني ختیځ څخه د توغندیو مخنیوی کولی شي او له روسیې څخه د توغول شویو توغندیو د دفع کولو لپاره د جهت بدلولو ته اړتیا لري، چې یو پیچلی بهیر دی او د پلې کولو لپاره یې باید په پالیسۍ کې بدلون راشي.

د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوسینیک کامیز د دوشنبې په ورځ وویل چې د اډې د دافع هوا ساحه پراخولو ته اړتیا لري چې وارسا به یې په اړه له ناټو او متحده ایالاتو سره خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي مارک روټه چهارشنبې له ولسمشر دودا او صدراعظم ډونالډ ټسک سره به وارسا کې ګوري.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG