د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب پوليس وايي ۶۳ "خطرناک" جنايتکاران يې وژلي او ۴۵ يې ژوبل کړي


د اګست پر ۲۲ د پنجاب ايالت په رحيم يارخان ولسوالۍ کې غلو د پوليسو پر دوو موټرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ پوليس وژلي او شپږ نور ژوبل کړي وو.
د اګست پر ۲۲ د پنجاب ايالت په رحيم يارخان ولسوالۍ کې غلو د پوليسو پر دوو موټرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ پوليس وژلي او شپږ نور ژوبل کړي وو.

د پاکستان د پنجاب ايالت پوليس وايي چې د رحیم یار خان ولسوالۍ په کچه سیمه کې يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۶۳ "خطرناک" جنايتکاران وژلي او ۴۵ نور يې ژوبل کړي دي.

د پنجاب پوليسو د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) پر ټولنيزې شبکې فېسبوک په يو خپور کړي بيان کې ويلي چې پوليسو په دا وروستيو کې په کچه سيمه کې دايمي پوستې جوړې کړې دي.

د پنجاب د ايالتي پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور ويلي دي چې د جنايتکارانو پرضد يې د اوږده واټن وسلو او مرمۍ ضد موټرو په ګډون ټول اړين وسايل په کار اچولي دي.

نوموړي زياته کړې چې د کشفي معلوماتو پر اساس به په کچه سيمه کې هدفي عمليات د جنايي فعاليتونو په بشپړډول له منځه وړلو پورې دوام ولري.

د انور په وينا، په هغه سیمه کې يې د ۵۳۱ تنو ملکي وګړو د تښتونې مخه نیولې ده.

د اګست پر ۲۲ (وږی ۱) د پنجاب ايالت په رحيم يارخان ولسوالۍ کې غلو د پوليسو پر دوو موټرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ پوليس وژلي او شپږ نور ژوبل کړي وو.\

تر هغې پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د بريدګرو خلاف د "سمدستي او موثره عملياتو" لارښوونه کړې وه. بل خوا د پنجاب ايالت اعلی وزيرې مريم نواز ويلي وو چې دا ډېره "غمجنه" پېښه ده خو "بې ځوابه" به پاتې نه شي.

د پنجاب او سیند ايالتونو پر پوله په پرته دې سیمه کې تر دې مخکې هم پر پولیسو حملې شوې دي. د جولای پر ۳۱ د کچې د غلو په دوو بریدونو کې د سیند او پنجاب شپږ پولیس وژل شوي وو.

د کچې سيمې غله نه یوازې پر پولیسو بریدونه کوي بلکې له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې انتقالوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

کچه د سیند او پنجاب صوبې پر پوله سلګونه مربع کېلومیټره ساحه لرونکې سیمه ده او له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.

د "کچې غلو" اصطلاح د هغو غلواو وسلوالو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب ايالتونو په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG