د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د یو بیان په خپرولو سره پر هغو بهرنیو مقاماتو چې امریکا ته د غیر قانوني مهاجرت زمینه برابروي، د ویزې نوي محدودیتونه اعلان کړل.
روبیو په دې بیان کې ویلي: "نن د ویزې د محدودیت نوې پالیسي چې د کډوالۍ او ګمرکونو مقامات، د هوایی ډګرونو او بندرونو چارواکي او نور چې ګمان کیږي متحده ایالاتو ته د غیرقانوني کډوالۍ اسانتیا برابروي اعلانوم."
د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. ټرمپ د خپلې دویمې دورې واکمنۍ په لومړۍ ورځ د امریکا په جنوبي پولو کې بېړنی حالت اعلان کړ او د امریکا – مکسیکو پولې ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره یې زیاتې سرچینې وکارولې.
روبیو په بیان کې ویلي چې د متحده ایالاتو د سرحدونو خوندي کول د "خوندي، قوي او سوکاله امریکا" د جوړولو لپاره حیاتي دي. هغه ویلي، "د مهاجرت په لارو کې پراته هیوادونه باید د هغو بهرنیانو د تګ راتګ په مخنیوي او منع کولو کې خپل رول ولوبوي چې هڅه کوي په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته داخل شي."
په دې بیان کې د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو ویلي یې دي چې د ویزې په نوي محدودیتونو کې به هغه کسان شامل وي چې "په پوهه سره د هغو بهرنیانو تګ راتګ اسانوي چې غواړي د سویل لویدیز پولې له لارې متحده ایالاتو ته په غیرقانوني توګه مهاجرت وکړي د مهاجرت د قوانینو یا د پالیسیو او مقرراتو په جوړولو او پلي کولو کې پاتې راغلي." مکسیکو یوازینی هیواد دی چې په سویل لویدیز کې د متحده ایالاتو سره ګډه پوله لري.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې نوې پالیسي موجودې پالیسۍ بشپړوي چې په ۲۰۲۴ کې نافذ شوي ترڅو د خصوصي سکتور چلونکي په نښه کړي کوم چې هغه مهاجرینو ته چې په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته د ننوتلو په لټه کې دي ترانسپورت او سفر چمتو کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا عملیات به تر هغه دوام وکړي تر څو چې مقامات د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره شته پالیسي او قوانین په بشپړه توګه پلي کړي. په اعلامیه کې راغلي: "کله چې د ملي امنیت د ګټو د دفاع موضوع مطرح شي، امریکا به په شا نه شي."
امریکا ته د غیر قانوني مهاجرت په زمینه برابروونکو د ویزې محدودیتونه ولګول شول

فورم \ دبحث خونه