په پاکستان کې د روغتيا چارواکي اندېښنه ښيي چې د ګوزڼ ناروغي یوځل بیا په چټکۍ سره خپرېږي چې له کبله یې هغه هیلې ټکنۍ شوې چې په نړۍ کې دغه ختمه شوې ناروغي به په دې هېواد کې هم ختمه شي.
په پاکستان کې د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۱ کال د ګوزڼ ويروس یوازې یوه پېښه راپور شوې وه. په ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې ټولې ٧٣ پېښې ثبت شوې چې ډېرې یې په ناامنو ایالتونو بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې دي.
سږ کال تر دې دمه پورې په پاکستان کې د ګوزن یوه پېښه ثبت شوې ده او هغه هم په خیبر پښتونخوا کې ده. د دغه ایالت د پوليو پروګرام يو مشر ډاکټر راشد خان د جنوري په دېرشمه (سلواغه ١١) له امريکا غږ سره په خبرو کې وویل، "د ګوزڼ ناروغۍ د زیاتېدونکې پېښو علت ترهګرۍ ځپلو لیرې پرتو سیمو ته د ګوزڼ کمپاین ډلو پر ټاکلي وخت نه رسېدل دي."
خو په بلوچستان ایالت کې هم د پاکستان د نورو برخو په څېر د ګوزڼ ویروس شتون لري.
په یاد ایالت کې د پوليو پروګرام یوه کارمند بوستان د جنوري په دېرشمه ( سلواغه ١١ ) امريکا غږ ته وويل، "د پولیو ویروس ځکه شتون لري چې د ترهګرۍ پېښو په ځینو سیمو کې د پولیو کمپاین اغېزمن کړی چې له کبله یې کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه دي ورکول شوي."
روغتیاپالان وايي که په یو کس کې د پولیو ویروس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې خپرېږي.
روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.
دا مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان يوازيني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د یوه راپور له مخې په پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي ځکه شته چې د دغه دواړو هېوادونو په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې د واکسین ورکولو شرح کمه ده.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پس ځینو لیرې سیمو ته د واکسین ورکولو ډلې رسېدلي دي. خو په پاکستان کې امنیتي حالاتو بیا د ګوزڼ ضد کمپاین پروړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
فورم \ دبحث خونه